افغانستان بانک وايي د بانکونو د زیان کچه کمه شوې ده

افغانستان بانک د انځور حقوق AFGCENTRALBANK
Image caption د افغانستان بانک چارواکي وايي، هڅې روانې دي چې زیانونه نور هم لږ او د بانکي نظام عواید لوړ کړي.

د افغانستان بانک وایي، په ۱۳۹۵ مالي کال کې د بانکونو د زیانونو کچه د وړم کال پرتله نژدې دوه سوه میلیونه ډالره کمه وه.

د دغه بانک مسوولین وایي، هڅې روانې دي چې زیانونه نور هم لږ او د بانکي نظام عواید لوړ کړي.

د اقتصادي چارو یوشمېر کتوونکي بیا وایي، په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې د بانکي نظام د زیانونو د کمښت په اړه خبرې ورته د منلو نه دي.

د افغانستان اقتصاد ته کتنه

'د افغانستان اقتصادي وده دوه سلنه'

په ۱۳۹۴ مالي کال کې د افغانستان د بانکونو زیان ۱ اعشاریه ۲۷ میلیارده افغانۍ و، خو په ۱۳۹۵ کې د زیان دغه کچه ۹۳۰ میلیونو ته را ټیټه شوې ده.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وایي، د بانکي سیستم د زیان د کمښت لوی لاملونه بانکي اصلاحات، د لویو پورونو بېرته ترلاسه کول او د بانکونو د عملیاتي پلانونو او فعالیتونو پراختیا ده.

'' که تاوان را ټیټ شوی نو په مقابل کې یې ګټه هم ډېره شوې ده، په وړم مالي کال کې بانکي نظام ۵۲۲ میلیونه افغانۍ ګټه درلوده، خو تېر مالي کال دغه ګټه ۴ اعشاریه ۷۹ میلیارده افغانیو ته پورته شوه. ''

ښاغلی عاشور وایي، یوازې درې بانکونه دي چې له زیانونو سره مخ دي، خو د دغو بانکونو نومونه یې نه دي یاد کړي.

د اقتصادي چارو کتوونکی سیف الدین سیحون بیا وایي، د نوي کابل بانک په ګډون هغه بانکونه له مالي زیان سره مخامخ دي چې د دولت کنترول کې دي.

د انځور حقوق Getty Images

نوموړی وايي، دا ځکه چې یوازې دولت له دغو بانکونو د پیسو د صندوق په توګه ګټه اخلي او معیارونو او فعالیتونو ته یې لازم پام نه کوي.

ښاغلی سیحون وایي، په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وده منفي دوه فیصده ده، بهرنۍ پانګونه په کې کمه شوې او د سوداګرۍ بلانس هم له کسر سره مخامخ دی او ځکه نوموړی وايي، د بانکونو د زیانونو د کموالي خبره ورته د نه منلو وړ ښکاري:

''په تیر کال کې لکه څنګه چې اقتصادي وده منفي دوه فیصده وه، نو بانکونه هم له دې زیانه خوندي نه دي پاتې، حکومت یوازې ادعا کوي چې عواید یې لوړ شوي دي، خو دا واقعیت نه دی، ځکه چې مالیه یې ۵۰ سلنه لوړه کړې ده، کله چې مالیه پنځوس سلنه لوړیږي بیا ۲۰ سلنه عاید هیڅ معنی نه لري. ''

اړونده مطالب

ورته مطالب