افغانستان: روسیې له طالبانو د سولې له بهیر سره یوځای کېدل غوښتي

د انځور حقوق NSCA
Image caption دا مسکو ته د ښاغلي اتمر درېیم رسمي سفر دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر ویلي، روسیې له طالبانو غوښتي چې اساسي قانون ته په درناوي خپل وسله وال بریدونه پای ته ورسوي، له ترهګرو ډلو سره خپله اړیکه غوڅه او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ملي امنیت شورا ویاند وايي، ښاغلي اتمر ته مسکو کې له خپل روسي سیال سره د لیدنې پرمهال ویل شوي، چې مسکو افغانستان کې د افغان دولت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

له هغه راهیسې چې ښاغلی اتمر د ملي امنیت شورا سلاکار ټاکل شوی، مسکو ته یې درې ځلې سفرونه کړي دي.

اتمر: د ترهګرۍ ځپلو ته ګډې پوځي او ډیپلوماتیکې هڅې پکار دي

حنیف اتمر د ترهګرۍ ضد مبارزې کنفرانس لپاره هند ته تللی

ښاغلي غورځنګ بي بي سي ته وویل، روسیې له طالبانو غوښتي چې د درو اصولو پربنسټ د افغانستان د سولې له بهیر سره یوځای شي:

لومړی دا چې د سولې مشري د افغان دولت په لاس وي، د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي او هر ډول "ترهګریز" فعالیتونه پرېږدي او له ترهګرو ډلو سره خپله اړیکه غوڅه کړي.

ده وویلو مخکې افغان دولت له طالبانو سره د روسیې د اړیکې په تړاو اندېښنه درلوده او اوس روسي چارواکو اعلان کړی چې له دې اړیکو موخه د افغانستان د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو ته هڅونه ده.

ښاغلي غورځنګ دا هم وویل، چې د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو پر هڅونې سربېره، افغانستان له روسیې غوښتي چې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په موخه مسکو له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

دی وايي، روسیه له دې اړخه افغانستان ته مهمه ده چې له کابل سره د ترهګرۍ پرضد، د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مبارزې برخه کې ملګرتیا کوي.

افغانستان وړاندې هم ویلي وو، له روسیې سره دې هوکړې ته رسېدلی، چې د دواړو هېوادونو ته د ګواښونو د مخنیوي په برخه ګې ګډه همکاري وکړي.

ښاغلي اتمر د مسکو په سفر کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف او ځینو نورو روسي امنیتي چارواکو سره د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د ګواښونو په اړه وغږېد او د مبارزې پر لارو چارو یې د ګډو امنیتي اړیکو او همکاریو پر ډېرېدا ټینګار وکړ.

په دې دوه اړخیزو خبرو کې د وسلو د قاچاق او د انساني قاچاق د مخنیوي او یولړ نورو موضوعاتو په تړاو هم خبرې وشوې.

لندن کې د افغان او پاکستاني چارواکو غونډه

د لندن درې اړخیزه ناسته کې بحثونه پر څه وو؟

اړونده مطالب

ورته مطالب