"راتلونکی کال به اقتصادي وده کې پاموړ لوړوالی راشي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي د دې خوشبینۍ بنسټ د صادراتي امکاناتو په ډېرېدو او د مالي مدیریت په سمېدو کې ویني. خو تر اقتصادي ځان بسیاینې پورې د افغانستان لاره چې لا هم پر بهرنیو مرستو ولاړ دی، خورا اوږده ده.

د نوي حکومت دوه کلونه که له سیاسي او امنیتي پلوه ننګوونکې وو، له اقتصادي پلوه هم د نړیوالو لګښتونو او مالي مرستو له کمېدو سره هم مهاله شول چې اقتصادي وده یې د تېرې یوې نیمې لسیزې تر ټولو ټیټې کچې ته وغورځوله: د یونیم او دوو سلنو ترمنځ.

خو د افغانستان بانک اوس تر تیارو وروسته د رڼا څرک ویني. د بانک رییس خلیل صدیق وایي چې دغه وده په ۱۳۹۶ کال کې بېرته پام وړ کچې ته لوړېدلی شي:

"زموږ د وړاندېینې پربنسټ به په راتلونکی کال کې له درو څخه بیا تر څلور سلنه وي. دا ارقام تغیر کولای شي. دا شمېرې یوازې موږ د خپلو فعالیتونو پر اساس کړې، چې خپل معیارونه ورته لرو."

افغانستان بانک وايي د بانکونو د زیان کچه کمه شوې ده

د افغانستان اقتصاد ته کتنه

د سوداګرۍ وزارت د دغې غوړېدا لامل د کورني اقتصادي خوځښت، په تېره د صاداراتو په لوړېدو کې ویني. رسمي شمېرې د صادراتو د ډېرېدو له پاره د لارو ګڼوالی دلیل راوړي.

د احصاییې مرکزي اداره وایي افغانستان اوس د لوېدیځ او شمال له لوري هم بهر ته ټرانزیټي لارې پرانیستې چې ورسره په هېواد کې اقتصادي خوځښت ډېر شوی دی.

خو پخپله سوداګر په دغه خوشبینۍ کې له ګډون سره احتیاط کوي. آذرخش حافظي له دغې ډلې څخه یو دی چې وایي د احصاییو نیمګړتیا د اقتصادي ودې او پرمختګ اټکل ګرانوي. ښاغلي حافظي د بېلګې په توګه وویل چې د کرنې له پلوه په مهمو ولایتونو کې، چې ګڼ صادراتي مالونه تولیدولی شي، همدا اوس جګړه روانه ده او د شمېرو ټولول په دغو ځایونو کې خپله ننګونه لري:

"بغلان زموږ ډېر کرنیز ولایت دی، هلته جنګ روان دی. په صنعتي او مرکزي بغلان کې شاوخوا د افغانستان نیمي وریجې تولیدې.

کندوز خو تېر کال ونیول شو خو بیا هم هلته جګړه کېدونکې ده او اوس هم ډېرې ولسوالۍ د مخالفینو په لاس کې دي. ننګرهار، چې د افغانستان یو کرنیز ولایت دی، له هغه ځای هم ښه خبرونه نه راځي نو زه نه پوهېږم څنګه بیا کېدای شي چې په راتلوونکي کال کې وده رامنځته شي."

د افغانستان پروسږنۍ اقتصادي وده نژدې دوه سلنه ښودل شوې، چې هر ډول لوړېدا به یې یو څه غوړېدا راوړي.

د هېواد اقتصادي وده ښایي د شمېرو له مخې لاندې باندې شي، خو حقیقت دا دی چې تر هغو پر نړیوالو مرستو تکیه پرځای وي، د ودې شمېرې به لا هم تشې شمېرې وي. همدا اوس د افغانستان تر نیمایي زیات کورني لګښتونه پر بهرنیو مرستو ولاړ دي.

'د افغانستان اقتصادي وده دوه سلنه'

اړونده مطالب

ورته مطالب