عبدالله: د نور خبرې بیا هم بابیزه ګڼم

  • 19 مارچ 2017 - 29 کب 1395
د انځور حقوق .
Image caption وروستیو کې د عبدالله عبدالله او عطا محمد نور اړیکي سره خړې پړې شوې دي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراییه مشر، عبدالله عبدالله وايي، د بلخ د والي عطاء محمد نور وروستۍ خبرې چې دی یې له لړم او ناځوانه سره تشبیه کړی و، بابیزه ګڼي.

د دواړو سیاسي انډیوالانو ترمنځ اختلافونه هغه مهال ډېر شول، چې عبدالله عبدالله ونه شو کولای عطاء محمد نور یو ځل بیا د بلخ والي کړي، نو هغه نېغ په نېغ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره چنې پیل کړې.

جمعیت اسلامي ګوند ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو ملاتړ وکړ

نور د عبدالله پر شخصیت او سیاسي وړتیا کلک ګوزار وکړ

د بي بي سي تاج الدین سروش د ښاغلي عبدالله غونډه کې له هغه نه د عطاء محمد نور د خبرو په اړه وپوښتل: ښاغلي عبدالله یې په ځواب کې وویل:

"په دې اړه درته ویلی شم چې د استا د عطاء خبرې مې ښې په یاد دي...موږ ملي ګټو، د افغانستان د خلکو غوښتنو او هغوی لپاره خدمت کولو ته ژمن یو. دا چې زما په اړه یې ډېرې ښې خبرې کړې دي، پر دې [وروستۍ] خبرې هم ځان نه پوهوم."

په دې وروستیو کې د اسلامي جمعیت ګوند د دواړو پیاوړو غړو ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوې دي.

عبدالله عبدالله د عطاء محمد نور له خوا د ده په اړه پر کېدونکو نیوکو غوږونه کاڼه کړي دي.

عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو د اسلامي جمعیت ګوند کاندید و او د بلخ اوسنی والي عطاء محمد نور یې له اصلي مالي او سیاسي ملاتړو ګڼل کېده.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو دوه نیم کاله تېر شول، خو عبدالله عبدالله ونه توانېده عطاء محمد نور بیا ځلي د بلخ د والي په توګه وګوماري چې له امله د جمعیت د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه په ډېرېدو شول.

د دوی ترمنځ د اختلافونو پایله دا شوه، چې اونۍ وړاندې د بلخ والي عطاء محمد نور وویل چې عبدالله عبدالله نور د دوی استازی نه دی او له هغه یې ټولې لارې بیلې کړې دي.

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلی نور وروستیو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ده په وینا جمعیت ته د ډېرې ونډې پر ترلاسه کولو په خبرو اترو بوخت دی.

نوموړي عبدالله عبدالله ډارن او د کوربه په تالي کې پښه اېښودونکي سره تشبیه کړ او زیاته یې کړه چې د خپلو پلویانو په حق تر لاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلی عبدالله زما له دویمې پوښتنې په څنګ تېر شو او له تالاره د وتلو پرمهال یې خپله لاره بدله کړه.

خو د ښاغلي عبدالله نژدې کسان وايي، عطاء محمد نور یوازې واک ته د رسېدو لپاره چنې وهي او دده مسله د یوه ولایت او پخپله د هغه په شخصیت پورې محدوده ده.

ښاغلي نور څو ځلې ویلي د خپلې ډلې د حق د خوندیتوب لپآره له ارګ سره خبرې کوي.

د افغانستان د یوه مهم ولایت دغه والي به د نوي کال له مراسمو وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خپلو خبرو پایله اعلان کړي.

ښاغلي نور عبدالله عبدالله په خپلو سیاسي وعدو کې هم یو پاتې راغلی کس وباله او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې ولسمشریزو ټاکنو کې یې له ده ملاتړ کړی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب