هلمند کې افغان پوځي ۳ امریکایي سلاکاران ټپیان کړي دي

  • 19 مارچ 2017 - 29 کب 1395
د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایي پوځیان په شوراب پوځي اډه کې افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو او هوایي ځواک په برخه کې مرسته کوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د یو افغان کوماندو په ډزو کې درې امریکایي سلاکاران ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن یکشنبه، له غرمې وروسته د هلمند په ښوراب پوځي اډه کي رامنځته شوې.

ښاغلی ځواک وایي، دبرید انګېزه لا هم معلومه نه ده.

هلمند کې د ناټو هوايي برید 'طالبان او ولسي وګړي وژلي دي'

ځايي چارواکي: د طالبانو له زندان ۳۲ بندیان خوشي شول

خو په هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو د رسنیزې برخې مشر رسول ځاځی بیا وایي، دا برید قصدي نه و.

ښاغلی ځاځي وایي، ډزې په تېروتنه شوې او دوه بهرني سلاکاران ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره خپله افغان پوځي هم په ځوابي ډزو کې لومړی ټپي شوی، چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې.

Image caption هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو د رسنیزې برخې مشر رسول ځاځی وایي، دا برید قصدي نه و

خو ځیني سرچینې بیا په دغه برید کې د اتو بهرنیو سلاکارانو د ټپي کېدو خبره کوي.

برید په هغه سیمه کې شوی، چې شاوخوا دوسوه بهرني پوځيان په کې دېره دي.

دغه امریکایي پوځیان په شوراب پوځي اډه کې افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو او هوایي ځواک په برخه کې مرسته کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب