صلاح الدین رباني: افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د راتګ ملاتړ کوو

د انځور حقوق MOFA
Image caption ښاغلی ربانی وايي، جګړه او ترهګري یوازې افغانستان ته ګواښ نه دی

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، افغانستان ته د نورو نړیوالو ځواکونو د راتګ په تړاو دغه هېواد کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن د طرحې ملاتړ کوي.

جنرال نیکلسن د امریکا کانګریس ته وینا کې ویلي و، چې افغانستان کې د جګړې حالت بدلون لپاره څو زره نور ځواک ته اړتیا ده.

روسیې ویلي ژر به مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه وشي

له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

له دې مخکې امریکايي سناتور جان مکین هم د امریکا له ولسمشره غوښتي و، چې د افغانستان امنیتي حالت ته سملاسي پام وکړي چې دغه هېواد د ګډوډۍ پر لوري له تلو وژغورل شي.

صلاح الدین رباني د امریکا له سفره مخکې د داعش ډلې ضد اییتلاف غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې کې له ګډون مخکې ویلي، د افغانستان هغه نظر په اړه به غونډه کې خبرې وکړي، چې ګواکې د دغې ډلې خوندي پټنځایونه پاکستان کې دي.

دغه غونډه چې د مارچ میاشتې پر ۲۲ نېټه جوړیږي، د داعش ډلې ضد اییتلاف غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ پوړي چارواکي له ترهګرۍ سره د مبارزې او پر وړاندې یې د پرتو ننګونو په اړه خبرې کوي.

ښاغلی رباني وايي، ترهګري یوازې د افغانستان لپاره ګواښ نه دی، بلکې په وینا یې ټول هېوادونه باید له ترهګرۍ سره مبارزه کې له یوه بل سره همکاري وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر چې مسکو ته یې په خپل وروستي سفر کې له وسله والو طالبانو سره د روسیې پر اړیکو سخته اندېښنه څرګنده کړې وه، ویلي دي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان له طالبانو سره د روسیې اړیکو په اړه اندېښنه ښوولې

'' د مسکو لوري د ترهګرۍ، مخدره موادو قاچاق او نورو پلان شویو جرمونو سره د مبارزې لړ کې له افغان حکومت سره د همکارۍ ژمنې تر څنګ ویلي، چې د طالبانو په څېر ډلې هېڅکله د مسکو لپاره مشروعیت نه لري او نه به یې ولري. ''

ښاغلي رباني دغه راز ویلي، چې وزارت یې د ده په مشري د ۱۳۹۵ کال اوږدو کې له درې میلیاردو او ۶۰۰ میلیونو افغانیو ( نژدې ۵۴ میلیونه ډالر ) ډېر عاید درلود، چې په خبره یې د تېر کال پرتله ۴۵ سلنه ډېر دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب