د تورخم او سپین بولدک دروازې بېرته پرانیستل شوې

Image caption د تېرې سې شنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وو، د ښه نیت له مخې یې له افغانستان سره د تورخم دروازې د سملاسي پرانیستلو حکم کړی دی.

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم او سپین بولدک لارې، چې له څه مودې راهیسې پاکستان تړلې وې، د نوي کال پر لومړۍ ورځ ګهیځ مهال بېرته پرانیستل شوې چې پر مسافرو سربېره، بار وړونکو ګاډو ته هم د اوښتلو راوښتلو اجازه ورکړل شوې ده.

د افغانستان ختیځ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، د تورخم دروازه د سې شنبې پر ګهیځ شاوخوا اوه بجې پرانیستل شوه.

نوموړی وايي، اوس یوازې پاسپورټ لرونکو کسانو ته د اوښتو راوښتو اجازه ورکول کېږي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وو، د ښه نیت له مخې یې له افغانستان سره د تورخم دروازې د سملاسي پرانیستلو حکم کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر د تورخم دروازې د پرانیستلو حکم وکړ

له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

Image caption د افغانستان ختیځ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، د تورخم دروازه د سې شنبې پر ګهیځ شاوخوا اوه بجې پرانیستل شوه.
Image caption د تېرې سې شنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي وو، د ښه نیت له مخې یې له افغانستان سره د تورخم دروازې د سملاسي پرانیستلو حکم کړی دی.

د بي بي سي د خبریال په وینا، په تېرو ۳۰ ورځو کې د پولې دواړو غاړو ته شاوخهوا ۱۰ زره بار وړونکي موټر ولاړ دي.

بل خوا، د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، د چمن - سپین بولدک ترمنځ د وېش دروازه همه نن ګهیځ شاوخوا اوه بجې بېرته پرانیستل شوه.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، اوس هغو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې، چې تېرې ۳۰ ورځې د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې وو.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دراني پښتو وېبپاڼې ته وویل، له پولې هاخوا هغو کسانو ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي چې تذکرې لري او هلته کاروبار لري، همداشان هغه کسان هم سپین بولدک ته راپرېښودل کېږي چې پاکستاني شناخت کارډونه لري او د کرښې دې غاړې ته کاروبار کوي.

Image caption د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، د چمن - سپین بولدک ترمنځ د وېش دروازه همه نن ګهیځ شاوخوا اوه بجې بېرته پرانیستل شوه.

په پاکستان کې له وسلوالو بریدونو وروسته د دغه هېواد پوځ د تورخم په ګډون له افغانستان سره د تګ راتګ دروازې وتړلې.

خو د دروازې د تړلو ډېر زیان د پاکستان سوداګرو ته و او له امله یې ددغه هېواد خلکو له چارواکو د دروازې د پرانیستلو غوښتنه کوله.

د شنبې په ورځ هم قبایلي سیمې لنډي کوتل کې ځايي سیاسي مشرانو، سوداګرو او د ګاډو څښتنانو د تورخم لارې تړل کېدو پر ضد مظاهره کړې وه.

پاکستان د مارچ پر اوومه او اتمه هم دا دروازه د هغو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وه، چې قانوني اسناد یې درلودل.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، وروستیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړیکې او خبرې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې د ځینو پرمختګونو لامل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت پرته له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دروازو پرانیستلو ته اشاره وکړي، ویلي، افغانستان تل ټینګار کړی چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دواړو هېوادونو وګړو ته د ګټې رسولو په موخه دوه اړخیزه همکاري وکړي.

ورته مطالب