افغانستان کې د مېشتو دیپلوماتانو نوروزي مبارکۍ

د انځور حقوق US EMBASSY KABUL
Image caption په افغانستان کې د امریکا سفارت هم په سبمولیک ډول د یوه نیالګي کښېنولو سره دغه ورځ لمانځلې ده.

په افغانستان کې زیاتره میشتو دیپلوماتانو د نوي لمریز کال په رادبره کېدو او نوروز په رارسېدو له افغانانو سره همغږي ښوولې.

د اروپايي ټولنې استازي په یوه پیغام کې ویلي په افغانستان کې د سولې ټینګېدل شوني دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال نیکولس هم د نوروز مبارکۍ تر څنګ ویلي افغانان به یوازې پرې نه ږدي.

د نوروز رېښې چېرې دي او لمن یې تر کوم ځای غځېدلې؟

نوروز، د کلتوري تړاو نښه (انځورونه)

نوروز د افغانانو د ژوند کتاب کې (انځورونه)

د نور کلونو په پرتله سږ کال په افغانستان کې میشتو زیاتره بهرنیانو هم د پسرلي راتګ او نوروز ته بل رنګ ورکړی وو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د پسرلي د جشن رېښې د پخواني تمدن تاریخ ته رسېږي. تر تاریخ وړاندې زمانو راهیسې انسانانو د لمر او سپوږمۍ خوځښت په دقت څارلی. دوی هڅه کړې هغو بدلونو ته ځير شي چې مشاهده کول یې.

د چین، جرمني، فرانسې سفیرانو او د اروپايي ټولنې سفیر، د یونیسکو استازي او په افغانستان کې د امریکا د پرمختیايي ادارې افغانانو ته د نوي کال مبارکۍ ویلي دي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر ډامینیک جریمي 'هفت میوه' تیاره کړې او وايي خوند یې ترې اخیستی دی.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن له خپل دفتره بهر وتلی او په آزادې هوا کې یې افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلې ده.

جنرال نیکولسن چې د افغان ځواکونو یو ملاتړی بلل کیږي ویلي د دوی ځواکونه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

د انځور حقوق UK EMBASSY KABUL
Image caption په کابل کې د بریتانیا سفیر ډامینیک جریمي 'هفت میوه' تیاره کړې او وايي خوند یې ترې اخیستی دی.

''زه غواړم ډاډ درکړم چې د ایتلافي همکاران به تاسو پرېنږدي. موږ به په بشپړ ډول ستاسو، ستاسو حکومت او تر ټولو مهم ستاسو له امنیتي ځواکونو سره ولاړ یو. ''

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم په سبمولیک ډول د یوه نیالګي کښېنولو سره دغه ورځ لمانځلې ده.

په یوې ویډیو کې چې د دغه سفارت له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، لیدل کیږي چې د سفارت کارکوونکي له د فرهنکي برخې مسؤول تېری ډېوېډسن سره نوي کښېنول شويو نیالګیو او ګلانو ته اوبه ورکوي.

د اروپايي ټولنې سفیر فرانز میلبن هم ویلي په افغانستان کې سولې شونې ده.

په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان اړیکې له نړیوالې ټولنې سره پراخې شوې دي، دا مهال شاوخوا څلوېښت هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه لري.

افغانستان هم په څه باندې ۴۵ هېوادونو کې سیاسي استازولی لري، چې د امنیتي او سیاسي اړیکو تر څنګ په فرهنګي او ټولنیزو برخو کې هم فعالیتونه کوي.

د انځور حقوق EU MISSION KABUL
Image caption د اروپايي ټولنې سفیر فرانز میلبن هم ویلي په افغانستان کې سولې شونې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب