صلاح الدین رباني: 'پاکستان د ترهګرو ملاتړ ختمولو لېوالتیا نه لري'

د انځور حقوق MOFA
Image caption ښاغلي رباني د انتلانتیک شورا په غونډه کې په ډاګه کړې چې ترهګري د افغان سولې پر وړاندې یو خنډ دی او د سیمې او نړۍ ثبات هم ګواښي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ویلي، پاکستان لېواله نه دی چې د ترهګرۍ ملاتړ پای ته ورسوي او افغانستان کې تاوتریخوالی هم له همدې امله دی.

ښاغلي رباني په واشنګټن کې ''اتلانتیک شورا'' ته دغه راز ویلي پاکستان په دې وروستیو کې په وار وار د افغانستان پر هوایي حریم تیری کړی او د هیواد په ختیځو سیمو یې توغندي ویشتي دي.

د ښاغلي رباني په وینا دا سرغړونې د افغانستان او پاکستان پر راتلونکو اړیکو بد اغیز کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغان حکومت د ټولو وسله والو مخالفینو پر ضد د سولې دروازې پرانستې پریښي، خو زیاته کړې ده ترهغو چې پاکستان کې وضعیت بدلون ونه مومي، افغانستان کې سوله نه راځي.

افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

د تورخم پولې تړل

د تورخم دروازې بیا پرانیستل

د کابل او اسلام آباد د اړیکو ښه والي ته له پرله پسې هڅو سره - سره لا هم افغان چارواکي په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د پاکستاني چارواکو د کړنو په وړاندې ډانګ پیلې او له خبرداري ډکې څرګندونې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په نویو څرګندونو کې ویلي، پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکوي او زړه یې نه دی چې له دې چارې لاس په سر شي.

نور امریکايي ځواکونه

ښاغلي رباني دغه څرګندونې د افغانستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو او پایلو په تړاو په واشنګټن کې اتلانتیک شورا او د امریکا د حکومت مخورو چارواکو ته کړې دي.

نوموړي د افغانستان چارو کتوونکو ته ویلي، په سیمه کې د ترهګرۍ ماتول او د ځالو له منځه وړل هغه وخت شوني دي چې د ترهګرۍ ملاتړي هیوادونه په خپل اوسني چلند کې بدلون راولي.

د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغان حکومت د جنګ جګړو ختمولو او پایښتي سولې راوستو لپاره ډیرې هڅې کړي، خو په سیمه کې ځينې داسې هیوادونه شته چې د دغو هڅو خنډ ګرځي او نه غواړي، د افغانستان ستونزې له سیاسي لارې هوارې شي.

نوموړي ویلي، افغان ځواکونو د هیواد دننه د ترهګرو د لویو مرکزونو د جوړولو پلانونه شنډ کړي دي. خو له دې سره یې افغانستان ته د تازه دمو سرتیرو د رالېږولو په اړه د امریکايي جنرالانو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

افغانستان رسماً امنیت شورا ته له پاکستانه شکایت وکړ

دغه افغان چارواکي ویلي، طالبان تراوسه د سولې خبرو ته نه دي چمتو شوي او په خبره یې لوی ثبوت یې د کابل، کندهار او هلمند وروستي بریدونه دي چې ګڼ شمیر ملکیان په کې ووژل شول.

صلاح الدین رباني ویلي، وسله والو مخالفینو د جګړو په ډګرونو کې ماتې خوړلې او له همدې امله اوس پر غیر پوځي مرکزونو بریدونه کوي او غواړي د خلکو ترمنځ د ویرې اچولو په زیاتولو سره د نړیوالو رسنیو پام ځانته واړوي.

Image caption د کابل - اسلام اباد ترمنځ د تاوتریخوالي غځېدو په درشل کې پاکستان د ډیورنډ پر کرښه له افغانستان سره خپلې دروازې د نژدې یوې میاشتې لپاره وتړلې

ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د داعش ضد ایتلاف هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هم ګډون وکړي.

نوموړي تراوسه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، د ملي امنیت له سلاکار د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمیټې له مشر او یو شمیر نورو امریکایي چاروکو سره لیدلي دي.

پاکستان له افغانستان د ۷۶ "ترهګرو" د سپارلو غوښتنه وکړه

''که پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ومني، د افغانستان ۷۰ فیصده شخړې کراریږي''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
محمود خان اڅکزی وايي د پاکستان لپاره افغانستان اوس هم غوره دوست کېدلی شي

اړونده مطالب

ورته مطالب