افغانستان ته اعلانونو کې ماډلنګ کونکې نجونې له بهره راځي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان ته اعلانونو کې ماډلنګ کونکې نجونې له بهره راځي

په افغانستان کې د تلويزيوني اعلانونو لپاره ماډلې نجونې له پاکستان، ترکيې، تاجکستان او ان عربي اماراتو کابل ته وروغوښتل کېږي.

د دغو اعلانونو جوړونکي شرکتونه وايي، خپله افغانې نجونې نه چمتو کېږي، چې په دې برخه کې کار وکړي. په افغانستان کې تلويزيوني اعلانونه د سلگونو ميليونو ډالرو سوداگري ده، خو دا چې ولې افغانې مېرمنې په گرانه ورته چمتو کېږي اريا احمدزۍ يې دليل مومي: