سعودي میلیاردر افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري

د انځور حقوق Arg
Image caption ولید بن طلال له ولسمشر غني سره پر بېلابېلو مسلو خبرې کړې

د سعودي عربستان مشهور شتمن او پانګوال او د دغه هېواد نفوذ لرونکي شهزاده ولید بن طلال کابل کې له افغان ولسمشر سره د خبرو پرمهال افغاستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي طلال له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د جلبولو په تړاو د افغانستان د ظرفیتونو او زېربنايي پروژو پیلولو په اړه خبرې وکړې.

سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه

د سعودي ۶۴ میلیاردر ۲۰۴ میلیارد ډالر شتمني لري

افغان ولسمشر له دغه سعودي شتمن سره په خبرو کې وویل، اسلامي هېوادونه باید په نورو اسلامي هېوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.

ده وویل، اسلامي هېوادونه باید د ترهګرو پټنځي نه شي.

د ولسمشر غني له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، افغانستان کې ډیموکراسۍ د بنسټیزه کېدو په درشل کې ده چې د ولسمشرۍ د پړاو له ختمېدا پورې به بیا ټاکنې کېږي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي طلال افغانستان کې نوې پر پښو ولاړه ډیموکراسي وستایله.

ولسمشر غني افغانستان کې د سعودي عربستان د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په پار د سعودي دغه شهزاده ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال هم ورکړ.

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر غني افغانستان کې د سعودي عربستان د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په پار د سعودي دغه شهزاده ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال هم ورکړ.

ولید بن طلال د سعودي عربستان د واکمنې شاهي کورنۍ شتمن غړی دی.

که څه هم نوموړی پخپل هېواد کې کومه رسمي دنده نه لري، خو خو د کینګډم هولډېنګ کمپني یا (کې ایچ سي) مشر دی.

د نوموړي تر ډېره پانګونه په هوټلونو، د ونډو بازار او خواله رسنیو کې لګول شوې ده.

کې ایچ سي په ډیزني، فاکس ۲۱ پېړۍ، نیوز کورپ، جنرال موټورز او ټویټر کې ونډواله ده.

ولید بن طلال: ټرمپ د امریکا لپاره شرم دی

ورته مطالب