دولتي دندو ته د لوستو ځوانانو لپاره "تشویق" پروګرام

Image caption نعمت الله حیدري یوازې ۷ میاشتې وړاندې د افغانستان له دولت سره یو ځای شو، چې اوس د ټولګټو مرستیال وزیر دی

په داسې حال کې په افغانستان کې زرګونه لوستي ځوانان بې روزګاره دي، په دولت کې نژدې ۲۰ زره بستونه تش دي. په دولت کې مقرري تل د فساد یوه مله چاره ده، خو اوس افغان دولت یوه نوې کړکۍ د "تشویق" په نامه پرانیستې چې له لارې یې ځوان کارپوهان پردولتي دندو ګمارل کېږي.

نعمت الله حیدري یوازې ۷ میاشتې وړاندې د افغانستان له دولت سره یو ځای شو، چې نوموړی اوسمهال مرستیال وزیر دی.

هغه به له دې وروسته په یوه داسې اداره کې د مالي او اداري مرستیال په حیث کار وکړي چې په مخکې ډېرې ننګونې لري. د ټولګټو وزارت. ښاغلی حیدري ۳۱ کلن دی.

امریکا دفاعي چارو کې د افغان حکومت ملاتړ اعلان کړی

'د افغانستان اقتصادي وده دوه سلنه'

د امریکا په هارټ فورډ پوهنتون کې یې د انجنیري په برخه کې زده کړې کړې او په افغانستان کې د بدلون راوستلو تږی دی. هغه وايي: "د ټولګټو وزارت له ټیم سره یو ځای کوښښ کوو چې سیسټمونه الکترونیک کړو. اداري، تدارکات، د املاکو، مدیریت او د پروژو سیسټمونه جوړ کړو. په ځانګړې توګه د معلوماتو د مدیریت په برخه کې".

د نعمت الله حیدري په څېر په لسګونو نور ځوانان هم شته چې د تشویق د پروګرام له لارې یې ځانونو ته د پرمختګ لارې پرانیستې دي. تشویق په یو داسې مرکز بدل شوی چې د نړۍ له ګوټ ګوټه د ځوان افغان ماهرینو کوربتوب کوي.

Image caption ډیوه صمد له مالیزیا څخه دوې ماسټرۍ لري. هغې د مالایا پوهنتون له ځوانو استادانو یوه وه.

د تشویق پروګرام له جوړېدا ایله درې میاشتې تېرېږي، خو یوازې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کابو ۱۱۰ ماسټري او دوکتورا لرونکو ځوانانو په ګومارلو توانېدلی دی.

تر راتلونکو درو میاشتو پورې به د هغو کارپوهانو شمېر لږترلږه ۵۰۰ کسانو ته ورسېږي، چې په وزارتونو او ریاستونو کې ګمارل کېږي.

دغه بنسټ د ولسمشر تر نظر او څار لاندې جوړ شوی او د اجراییه رییس له ملاتړه هم برخمن دی. د تشویق هدف د دولت په چوکاټ کې د تکړه او لوستو ځوانانو ګومارنه ده، خو له یولړ پېلچې او ګرانې آزموینې وروسته.

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

ولسمشر غني: ګاونډیان دې د بندونو له جوړېدو نه اندېښمنېږي

ډیوه صمد له مالیزیا څخه دوې ماسټرۍ لري. هغې د مالایا پوهنتون له ځوانو استادانو یوه وه. تشویق د هغې پښه هم وطن ته راوغځوله. هغې وايي "امنیتي مشکلات خو همیشه ټولو ته اندیښنه ده خو زما په نظره که څوک یو هدف ولري، د لوړ هدف د پاره قرباني باید ورکړي".

په افغانستان کې پر دولتي دندو ګمارل تل له فساد سره مله چاره ده. ګڼ کسان د بډو په ورکولو رییسان او مدیران شوي دي او وروسته یې خپلې پیسې هم د رشوت له لارې ترلاسه کړې دي. یو شمیر نورو د اړیکو، خپلوي پالنې او قوم پالنې له لارې ځانونه څوکیو ته رسولي.

اوس ویل کيږي چې ضوابط باید د روابطو ځای ناستی شي.

داوود نورزی چې د تشویق د پروګرام مسؤول دی وايي "که ځوانان په کار اخته شول، لومړی په دولت کې د پرمختګ سبب کیږي او بیا ځوانان تشویق کیږي چې په وطن کې پاتې شي. مونږ اجرايي قوت هم لرو. ګرد بستونه چې دي سیاسي بستونه دي چې ولسمشر خپله باید هغه امضا کړي".

Image caption احمد جاوید وايي، په تشویق پروګرامه کې شفافیت نه شته
Image caption د تشویق پروګرام له جوړېدا ایله درې میاشتې تېرېږي، خو یوازې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کابو ۱۱۰ ماسټري او دوکتورا لرونکو ځوانانو په ګومارلو توانېدلی دی.

د تنخا او امتیازاتو په برخه کې هم تشویق یو څه غوښن دی. په تېرو څو کلونو کې د لوستو افغانانو یوه څپه افغانستان ته راماته شوه. خو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې دولت، هغوی ته د کاري فرصتونو برابرولو توان نه لري.

احمد جاوید له همدغو لوستو یو دی. هغه وايي "دوی خپله راته وویل چې ته لومړی کس یې چې په تشویق پروسه کې تا ته تیلیفون کوو او ګروپي مرکې لپاره دې غواړو. ماته وویل ته کامیاب شوې یې او ستونزه نشته. خو دوې درې اونې چې تیرې شوي، ما ته وویل چې کامیاب شوی نه یې. زه فکر کوم دغه پروسه کې شفافیت نه شته".

د سعودي نړیوال کنفرانس افغانستان کې د تل پاتې ټیکاو پر راتلو ټینګار وکړ

معلومه نه ده چې څومره کسان له جاوید سره همنظره دي، خو تر ټولو لوی خنډ د تشویق په وړاندې هغو ۲۵ زرو کسانو ته ځواب ورکول دي چې له دغه بنسټ سره یې خپل ځانونه آنلاین ثبت کړي دي. تشویق بیا وايي هغوی ته کیفیت تر کمیت مهم دی.

افغان دولت نژدې ۴۰۰ زره کارکونکي لري، چې د وروستیو شمېرو له مخې، نژدې ۲۰ زره کاري بستونه د دولت په بېلابېلو برخو کې تش پاتې دي.

Image caption داوود نورزی د تشویق د پروګرام مسؤول

ورته مطالب