نیویارک ټایمز: ''د فساد مخه نیوونکي جنرال خپله فساد وکړ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر تورن جنرال محمد معين فقير د سرتېرو د خوراک توکو لپاره په ځانگړو شويو پيسو کې د غبن تور هم پورې شوى.

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په هلمند کې د افغان پوځ ٢١٥ قول اردو پخواني قومندان په تړاو چې په فساد تورن شوى، يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي هغه جنرال چې ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې شاو خوا يو کال وړاندې له فساد سره د مبارزې په موخه پر دندې گومارلى و، اوس په خپله د فساد په تور نيول شوى دى.

ورځپاڼې د مرستيال دفاع وزير ډگر جنرال هلال الدين هلال څرگندونې راخيستي چې وايي پر تورن جنرال محمد معين فقير د نورو تورونو سربېره د سرتېرو اعاشې يا خوراک توکو لپاره ځانگړو شويو پيسو کې د غبن تور هم پورې شوى.

د افغان پوځ وياند دولت وزيري د ښاغلي فقير پر نيول کېدو ټينگار کړى خو نيويارک ټايمز سره په ټيليفوني تماس کې جنرال فقير دا رد کړې چې گواکې نيول شوى. نوموړي ويلي په خپل کور کې دى، خو دا يې منلې چې ورباندې د فساد تور پورې شوى او له دندې يې لېرې کړى.

ورځپاڼه وايي له دې جوتېږي چې عدالت ته د افغان چارواکو راکاږل څومره ستونزمنه چاره ده.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د ملگرو ملتونو کډوالو ادارې "يو ان اچ سي آر" په وينا ليکلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهير راتلونکې مياشت بيا له سره پيلېږي.

خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدل په تېر نومبر کې د سړې هوا له امله ځنډول شوي و.

ورځپاڼه زياتوي چې تېرکال ٣٨٠ افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ډېلي ټیلیگراف:

بريتانيا چاپې ډېلي ټیلیگرف ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې آيا په پيسو خوښي اخيستل کېداى شي او که څنگه؟

ورځپاڼه ليکي: وړاندې داسې ويل کېدل چې په پيسو خوښي نشئ پېرودلى، خو پر ٤٥ زرو امريکايانو تر سره شوې څېړنې موندلې چې د عايد کچه نه بلکې نابرابري او بې عدالتي خلک ځوروي.

څېړنه د ٣٧ کلونو په ترڅ کې تر سره شوې او يوه څېړونکي ويلي له ١٩٨٠ کلونو وروسته په امريکا کې د عوايدو کچه لوړه شوې خو بيا هم په ژوندانه کې خوښي او قناعت کم شوي.

څېړونکى زياتوى چې له خپل ژوندانه تر ډېره هغه کسان ناراضي دي چې د عوايدو کچه يې ټيټه ده.

دوى انگېري چې گواکې په ناعادلانه توگه تر شاه پرېښوول شوي. خو بيا شتمن بيا داسې نه انگېري چې گواکې ورسره دې په ژوندانه کې ناعدالتي شوې وي.

اړونده مطالب