د عکسونو البوم: کابل کې 'د افغانستان کلیوال بازار' نندارتون

Image caption د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا د 'کلیوال بازار' په نوم د کلیوالو ښځو د لاسي صنایعو لپاره نندارتون پرانیستی دی
Image caption دا نندارتون د چارشنبې په ورځ (وری اتمه) د کابل بابر بڼ کې جوړ شوی چې درې ورځې به دوام ولري.
Image caption په دې نندارتون کې د پنځو ولایتونو د کلیوالو ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي
Image caption تر ۸۰ سلنې ډېر توکي په دې نندارتون کې اېښ،دل شوي، چې ټول د ښځو د لاس صنایع دي
Image caption دغه نندارتون ته د هند د سفیر په ګډون، ځینې بهرني دیپلوماتان هم ورغلي وو.
Image caption په دې نندارتون کې د بامیان، بلخ، پروان، هرات او ننګرهار ولایتونو تولیدوونکو ګډون کړی و
Image caption د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د نندارتون پرانیستونکو مراسمو کې وویل، هدف دا دی چې د کلیوالو ښځو لاسي صنایعو ته بازار وموندل شي.
Image caption د افغانستان کلیوالو سیمو کې ښځو ته په ټولنیزو فعالیتونو کې چندان واک نه ورکول کېږي
Image caption په دغه نندارتون کې پر لاسي صنایعو سربېره، کرنیز تولیدات هم نندارې ته وړاندې شوي دي
Image caption ښځینه ګاڼه تر ډېره زیات مینه وال او پېرونکي لري