کابل کې د امریکا سفارت شپږ کارکوونکي له دندې ګوښه شوي

د انځور حقوق .
Image caption کابل کې د متحدو ایالتونو د سفارت مسوولینو په وینا د امریکایانو او د یپلوماتانو خوندیتوب یې له کاري لومړیتوبونو یو دی

کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت ویلي، د دغه سفارت شپږ کارکوونکو قراردادونه په کاري چاپېریال کې د 'ممنوع موادو ' ساتلو او کاروولو له کبله لغو شوي او نور به د دغه سفارت کارکوونکي نه بلل کېږي.

د امریکا سفارت رسنیزې څانګې بي بي سي سره خبرو کې دغه موضوع تایید کړې ده.

سفارت چارواکي وايي د امریکا بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي یا هغه کسان چې د قراردادي شرکتونو له لوري له دغه سفارت سره پر دنده بوخت دي، که هر ډول مخالفه وکړي، موضوع به جدي بلل کېږي او له معلوماتو وروسته به اړین اقدام کېږي.

"افغانستان کې د پخوا پرتله ډېر نشه يي توکي ښځې او ماشومان قاچاقوي"

افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

د سفارت مسوولینو په وینا د امریکایانو او د یپلوماتانو خوندیتوب یې له کاري لومړیتوبونو یو دی. رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه کسان د سفارت په ودانۍ کې دننه د مخدره توکو په قاچاق او کاروولو تورن دي.

رپوټونه وايي، دوی کې ډېر امریکایان دي، خو د دیپلوماتیک ټیم غړي نه دي، بلکې قراردادي کارکوونکي دي.

د امریکا سفارت د شخصي حریم موضوع ته په کتو او دا چې د موضوع په اړه څېړنه روانه ده، د دغو کسانو نومونه نه دي څرګند کړي. افغان چارواکو دم ګړۍ د دغې موضوع په تړاو غبرګون نه دی څرګند کړی.

ورته مطالب