د عکسونو البوم: له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو بیا پیلېدل

Image caption د دوشنبې په ورځ (وری/حمل ۱۴مه) له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ بیا رسماً پیل شوه.
Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو چارواکي وايي، پر لومړۍ ورځ ۱۲۰۰ افغان کډوال د تورخم له دروازې افغانستان ته ستانه شول.
Image caption څلور میاشتې وړاندې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل شوه، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو له ترینګلتیا وروسته دا لړۍ ودرېده.
Image caption ګڼې افغان کورنۍ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ښارونو کاروبار لري، خو ځینې غړي یې افغانستان کې اوسیږي.
د انځور حقوق BBC Sport
Image caption ملګري ملتونه وايي، اټکل دی چې سږ کال به له ۷۰۰ زرو تر یو میلیون افغان کډوالو له پاکستانه خپل هېواد ته سانه شي
Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، تر اوسه یې ۲۴ زره هغه کډوالو ثبت کړي، چې پاکستان کې اوسېدل او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي