پر سردار داود خان روغتون د برید د 'بې غورۍ' له امله ۹ افسران لیرې شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر دغه روغتون د برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي د کابل په سردار محمد داود خان روغتون د تېرې میاشتې خونړي بريد پرمهال د بې غورۍ له امله يې د يوه جنرال په ګډون یوولس امنيتي چارواکي له خپلو دندو لیرې کړي دي.

پر دغه روغتون د برید پر څرنګوالي تر اوسه بېلابېل راپورونه خپاره شوي چې له بریدګرو سره د روغتون د ننه همکاري او يا په دندو کې بې غوري يې مهم ټکي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري بي بي سي ته وويل پر سردارمحمد داود خان پوځي روغتون بريد کې د وظيفوي بې غورۍ له امله یولس کسان نيول شوي وو چې نهه يې له دندې ليرې او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي او دوه نور يې هم له دندو بدل شوي او لا هم ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي:

''په دغو یوولسو کسانو کې یو جنرال دی، یو ډګروال دی، درې ډګرمنان دي، دوه تورنان دي، یو لومړی بريدمن دی او یو دویم بريدمن دی او دوه تنه چې تبديل شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي بريدملان دي. جنرال چې دی هغه د روغتون د طبي حمايې رييس دی، ډګروال چې دی هغه د ضد استخبارات مدير دی او نور يې هم هلته يا نوکريوال دی او يا د کشف استخبارات کسان وو او يا هم د محافظ ټولي قوماندان او ساتونکي وو.''

د سردار داود پر روغتون د برید ۲۴ تورن مشکوک کسان نیول شوي

''د ډاکټر ورور ټولې هیلې مې په سیند لاهو شوې ''

د ښاغلي وزيري په وينا، دا یوازې هغه کسان دي چې د دفاع وزارت له خوا په دنده کې د بې غورۍ په تور نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي وو، د يادې دوسيې په تړاو نورې څېړنې د ملي امنيت رياست او نورو دولتي ادارو له خوا روانې دي.

پر دغه روغتون د برید د مرګ ‌ژوبلې په تړاو هم بېلابېل راپورونه خپاره شول چې د تلفاتو شمېر تر هغه لوړ ښيي چې افغان چارواکو له دې مخکې اعلان کړي وو.

بريدګران د ډاکټرانو په جامه کې ننوتلي و او حتی ادعا شوې وه چې دوه بريدګر يې هغه کسان و چې د کار د زده کړې په پلمه يې هلته کار کاوه. د امنيتي تدابیرو لرونکي دغه روغتون ته د بریدګرو او مخالفينو نفوذ د افغانستان د امنيتي ځواکونو لپاره استخباراتي ماتې وبلل شوه.

په تېره مارچ میاشت کې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د برید څېړونکي پلاوي وویل، ‎برید کوونکو د ساتونکو له غفلته ګټه اخیستې ده.

د دفاع وزارت مرستیال او د څېړندوی پلاوي مشر جنرال هلال الدین هلال وویل، برید کوونکي وړاندې تر دې روغتون ته نه وو ننوتي او هېڅ ډاکټر هم مرسته نه ده ورسره کړې او دا چې دننه چا ورسره مرسته کړې وي پر دغې موضوع کار کوي.

پلاوي دا هم وویل، هغه موټر چې په دې برید کې کارول شوی وو جعلي لمبر پېلېټ یې درلود او څښتن یې هم نیول شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کومانډو ځواکونه د سردار محمد داود خان روغتون پر بام کوز کړل شوي

د تېرې مارچ میاشتې پر اتمه، کابل کې څلورو ځانمرګو برید کوونکو د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون ډله ییز ځانمرګی برید وکړ، چې شاوخوا پنځوس کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

پر دغه روغتون د برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې، خو افغان چارواکي وايي برید طالبانو کړی دی، طالبانو یې پړه نه ده منلې، څېړونکی پلاوی یې هم په اړه څه نه وايي.

پر څلور سوه بستریز روغتون خونړي برید قربانیان ډاکټران، روغتیاپالان، د روغتون کارکوونکي او پوځي ناروغان دي چې په نړیواله کچه وغندل شو.

کابل کې پر پوځي روغتون وسله وال برید ۳۰ کسان ووژل

اړونده مطالب

ورته مطالب