افغانستان: تېر کال ۶۵۰ ټنه نشه يي مواد ضبط شوي دي

بازمحمد احمدي د انځور حقوق GMIC
Image caption بازمحمد احمدي ویلي، تېر کال د هیروینو ۱۲۱ کارځایونه ویجاړ کړل شوي دي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د تېر ۱۳۹۵ کال اوږدو کې دغه هېواد کې څه د پاسه ۶۴۹ ټنه نشه يي او کیمیاوي مواد او مشروبات ضبط شوي دي.

کورنیو چارو وزارت کې له مخدراتو سره د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي وايي، وړم کال (۱۳۹۴) د ظبط شویو توکیو مقدار ۳۱۱ ټنه وو، خو په تېر کال کې دغه کچه ۱۰۸ سلنه ډېره شوې ده.

"افغانستان کې د پخوا پرتله ډېر نشه يي توکي ښځې او ماشومان قاچاقوي"

افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

ښاغلي احمدي ویلي، د هېواد په لر او بر کې تېر کال د مخدراتو قاچاقبرو پر ضد ۲۳۶۱ ځلې عملیات شوي دي.

د نوموړي په وینا دغو عملیاتو کې ۲۶۸۳ قاچاقبر نیول شوي دي، چې په خبره یې له نیول شویو کسانو نه ۵۲۵ کسان په لویه کچه قاچاق کونکي او ۱۲ کسان د لویو مافیايي شبکو مشران وو.

ښاغلي احمدي ویلي، تېر کال د هیروینو تولید ۱۲۱ کارخانې هم له منځه وړل شوي دي. چارواکي وايي، تېر کال له مخدراتو سره د مبارزې شپږ پولیس په دغو عملیاتو کې وژل شوي، خو وړم کال د وژل شویو پولیسو شمېر ۲۲ کسانو ته رسېدلی و.

احمدي ویلي، د مخدره توکو په تړاو نیول شویو کسانو کې ۳۷ دولتي کارکونکي، ۲۰ پولیس ۱۷ پوځیان او ۸ بهرنیان هم شامل دي، چې شپږ یې ایرانیان او دوه پاکستانیان دي.

احمدي قاچاقبرو ته د هغه زیان کچه چې د ضبط شویو مخدراتو له کبله وراوښتي د افغانستان کې دننه ۳۴۲ میلیونه ډالره او له افغانستانه بهر ۳.۲ میلیارده ډالره اټکل کړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب