پاکستان ته وړل کېدونکي زمریان کابل ژوبڼ ته وړل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دا لا معلومه نه ده چې یاد زمریان له کومه ځایه افغانستان ته راوړل شوي وو او د قاچاق په تور یې هم لا څوک نیول شوي نه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د قاچاقېدونکو زمریانو له ډلې یې څلور زمریان پلازمېنې ته راوړي او د کابل ژوبڼ ته سپارل شوي دي.

له یاد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوه نور زمریان به هم د کابل ژوبڼ ته وسپارل شي.

د سرحدي پولیسو قومندان نعمت الله حیدري ویلي، قاچاق کوونکو یاد سپین زمریان په مهارت په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او پاکستان ته یې قاچاق کول.

هند کې آسیايي زمریان ۲۷٪ ډېر شوي

د انځور حقوق MOI
Image caption یاد زمریان له رنګه سپین دي.
د انځور حقوق MOI
Image caption په پام کې وه دغه سپین زمریان پاکستان ته قاچاق شي

د هغه په خبره، سرحدي پولیسو یاد زمریان د وري/حمل په نهمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په (نوي کلي) سیمه کې نیولي دي.

دا لا معلومه نه ده چې یاد زمریان له کومه ځایه افغانستان ته راوړل شوي وو او د قاچاق په تور یې هم لا څوک نیول شوي نه دي.

یاد زمریان له رنګه سپین دي.

د افغان چارواکو په خبره په افغانستان کې د زمریانو نسل په ورک کېدو دی.

یوازې له تاجکستان سره پر پوله یو شمېر زمریان لیدل شوي دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د ۱۳۸ هغو ژویو نوملړ چمتو کړی چې د ورک کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغان چارواکو په خبره په افغانستان کې د زمریانو نسل په ورک کېدو دی.