'پر ډیورنډ کرښه خنډونه جوړول له هوکړې سرغړاوی دی'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر ډيورنډ کرښه اغزن تار

د افغانستان حکومت وايي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول خنډونو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ له شوو هوکړو سره په ټکر کې دي او دا ډول کړنو ته د سرغړونو نوم ورکوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو دوام به دوی اړ کړي چې د پرېکړې لپاره ولس ته مخ واړوي.

د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې له څو ترهګريزو بريدونو وروسته پر افغانستان غوسه وښوده او د څه کم یوې مياشتې لپاره يې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې جوړې شوې دروازې وتړلې.

دغه ستونزه په لندن کې د دواړو هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو ترمنځ له خبرو وروسته حل شوې خو له هغې وروسته پاکستان د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول پیل کړل.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

د تورخم دروازې بیا پرانیستل

د انځور حقوق FB
Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شکيب مستغني وايي افغان دولت به د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د تر پښو لاندې کېدو پر مهال اقدام وکړي

خو افغان چارواکي د يادې کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول یوه سرغړونه بولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شکېب مستغنی وايي افغان دولت به د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د تر پښو لاندې کېدو پر مهال اقدام وکړي:

''د ډېورنډ کرښې شاوخوا د پاکستان د دغو سرغړونو او یو اړخيزو اقداماتو د دوام په صورت کې د افغانستان دولت ملت ته مراجعه کوي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په برخه کې هر څه د افغانستان د ملت خوښه وي دولت او د هغو ملي دفاعي ځواکونه به هغه پوره او پر ځای کړي. ''

ډېورنډ کرښه نژدې يوه پېړۍ وړاندې د افغانستان او بريتانوي هند تر منځ د يوه هوکړه ليک له مخې کش شوه خو تر اوسه د افغانستان او پاکستان تر منځ د يوې شخړه ‌پاروونکې موضوع په توګه پر ځای پاتې ده.

د افغانستان حکومت د يادې کرښې په شاوخوا کې د اغزن تار غځېدل د ټولو هغو ژمنو خلاف ګڼي چې د دواړو هېوادونو تر منځ شته.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په یاده کرښه راپورته شوې شخړې یوازې د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر منځ نه بلکه په هېوادونو کې دننه هم د تندو بحثونو لامل شوي.

د ولسي جرګې يوه غړي لطيف پدرام تېره اونۍ یاده کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله وبلله چې د نوموړي دغه دريځ ګڼ غبرګونونه وپارول.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو دوام به دوی اړ کړي چې د پرېکړې لپاره ولس ته مخ واړوي.

د بېلګې په توګه د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د ولسي جرګې غړي کمال ناصر د ډېورنډ مسئله یوه ملي داعيه وبلله او په دې تړاو يې د ښاغلي پدرام څرګندونې وغندلې.

د افغانستان د حکومت چارواکو نن د يادې موضوع په تړاو په خپل رسمي دريځ کې وویل چې د ډېورنډ پر کرښه پرېکړه د افرادو او حکومتونو واک ندی او باید د افغانستان ملت په دې تړاو پرېکړه وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر د تورخم دروازې د پرانیستلو حکم وکړ

د تورخم او سپین بولدک دروازې بېرته پرانیستل شوې

ورته مطالب