'پالنځایونو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې تورونه ناسم دي'

افغانستان د انځور حقوق GMIC
Image caption د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو لګېدلي تورونه رد کړي، خو وايي په دې اړه معلومات کوي

افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغه هېواد ملي شورا یوې غړې هغه تورونه په کلکه رد کړي، چې ګواکې د یتیمانو دولتي پالنځایونو کې له ماشومانو ناوړه جنسي ګټه اخیستل کېږي.

کابل کې د چهارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته وینا کې د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي ویلي، د ماشومانو پالنې دغه مرکزونه د بې سرپناه او بې سرپرسته ماشومانو لپاره خوندي ځایونه دي.

افغان سک او هندو ماشومان، له تعلیمه هېر وګړي

څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

ښاغلي احمدزي ویلي، د پلازمېنې کابل ' علاالدین ' نومي پالنځای کې له ماشومانو هېڅ ډول ناوړه ګټه نه ده اخیستل شوې او په خبره یې دغه تورونه ناسم دي.

له دې مخکې د ولسي جرګې غړې ناهید فرید، تور پورې کړی و چې پالنځایونو کې له یو شمېر بې سرپرسته ماشومانو ناوړه جنسي ګټه اخیستل کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د پالنځایونو برخې مشر فیضان کاکړ غونډې ته ویلي، د لګول شویو تورونو له کبله د علاالدین پالنځای ماشومان 'اغېزمن ' شوي دي.

د انځور حقوق FB
Image caption مېرمن ناهید فرید تور پورې کړی و چې په پالنځایونو کې له ماشومانو 'ناوړه جنسي ګټه' اخیستل کېږي

دې سره سره هم ښاغلیو احمدزي او کاکړ ویلي، چې د لګېدلو تورونو ارزونه کوي. افغانستان کې ۷۲ پالنځایونه فعالیت کوي، چې ۳۲ یې دولتي او پاتې نور یې خصوصي دي او ۱۳۵۰۰ ماشومانو ته دغو پالنځایونو کې رزونه ورکول کېږي.

له دې مخکې هم افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو په ځانګړي توګه د لارو، کوڅو له ماشومانو سره د نامناسب چلند شکایتونه کړي دي.

حکومت او غیر حکومتي مرکزونو د دغو ماشومانو د ژوند وضعیت کې د ښه والي لپاره تېرو ۱۵ کلونو کې پراخې هلې ځلې کړې، خو لا هم داسې ډېر ماشومان شته، چې درانه کارونه کوي او جنسي زور، زیاتی ورسره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب