د عکسونو البوم: په ذهني ناروغیو د اخته ښځو حال

Image caption که څه هم افغانستان کې ښځې له ډېر څه بې برخې دي، خو که ذهني ناروغي ولري بیا نو ژوند ورته لا ډېر ګران شي.
Image caption په دې هېواد کې یوازې دوه نادولتي مرکزونه دي چې په سختو ذهني ناروغیو د اخته شاوخوا سلو ښځو ساتنه کوي، حال دا چې افغانستان کې زرګونه کسان په ورته ناروغیو اخته دي.
Image caption دا دوه مرستونونه د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا د ذهني ناروغو مېرمنو لپاره جوړ شوي.
Image caption زموږ همکار عبیدالله حسام کابل کې ددې ټولنې یوه مرستون ته تللی چې شاوخوا اتیا ښځینه ناروغانې پکې ساتل کیږي.
Image caption په کابل کې د افغان سرې میاشتې ټولنې په یوه مرستون کې یوشمېر ښځې چې وایي په ذهني ناروغیو اخته دي راټولې شوې وې، سندرې ویلې او نڅاګانې یې کولې. په همدې کار یې خپل ذهنونه بوخت ساتي.
Image caption دغه مرستون کې نژدې اتیا مېرمنې د ناسم ذهني توازن ګډ درد سره یو ځای کړي دي.
Image caption په دوی کې د ژوند خبرې لږې کیږي، خیال یې هم د مرګ په کیسو سر وي.
Image caption فرشته او نیلوفر دوه خویندې دي، یوه بله خور یې همدلته د دوی په څنګ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
Image caption یوه بله بیا هاخوا د خونې په یوه ګوټ کې ناسته او په ژړا سر وه.
Image caption د مرکز کارکونکې شهناز چې خاله شنهاز یې بلله، راته ویل دا پېغله کرۍ ورځ له دې ځایه د وتلو په هیله ژاړي.
Image caption د افغانستان سرې میاشتې ټولنه چارواکي وايي، د سختو ذهني ناروغو ښځو لپاره د کابل سربېره، په لوېدیځ هرات ولایت کې هم د ښځو لپاره یو ځانګړی مرکز لري، چې شاوخوا ۳۲ ناروغې مېرمنې پکې ساتل کېږي.
Image caption افغانستان کې یوازې دوه نادولتي مرستونونه دي چې ددې خلکو لپاره جوړ شوي.
Image caption د افغان سرې میاشتې په دې مرستون کې هره یوه یې جلا جلا کیسه لري.
Image caption د افغان سرې میاشتې ټولنې د کابل مرستون څلور، څلور کسیزه خونې لري. خو اوس پکې د ځای د تنګوالي او امکاناتو نشتوالي له امله شل ناروغې ښځې ساتل کیږي.
Image caption مرستون ته له ورتګ سره یوې یې له لاسه ونیولم، ګواښونه یې کول: '' که مې له دې ځایه ونه باسې، اعداموم دې. ''
Image caption په دې مرکز کې د شاوخوا اتیا ناروغو مېرمنو لپاره یوازې یو حمام دی.
Image caption په دې مرستون کې ناروغې مېرمنې له خپل درده سره د کورنۍ د لرېوالي غم هم ګالي او هره یوه په دې کړکۍ کې د خپلو خپلوانو په لیدو پسې سترګې ځغلوي.
Image caption افغانستان کې لا کره شمېرې نشته چې څومره کسان له ذهني پلوه سخت ناکراره دي.

اړونده مطالب