ذهني ناروغانې؛ د زرګونو ناروغو افغانانو یوه بېلګه

Image caption د افغان سرې میاشتې په دې مرستون کې هره یوه یې جلا جلا کیسه لري.

که څه هم افغانستان کې ښځې له ډېر څه بې برخې دي، خو که ذهني ناروغي ولري بیا نو ژوند ورته لا ډېر ګران شي. په دې هېواد کې یوازې دوه نادولتي مرکزونه دي چې په سختو ذهني ناروغیو د اخته شاوخوا سلو ښځو ساتنه کوي، حال دا چې افغانستان کې زرګونه کسان په ورته ناروغیو اخته دي.

دا دوه مرستونونه د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا د ذهني ناروغو مېرمنو لپاره جوړ شوي.

په ذهني ناروغیو د اخته ښځو حال (انځورونه)

په کابل کې د افغان سرې میاشتې ټولنې په یوه مرستون کې یوشمېر ښځې چې وایي په ذهني ناروغیو اخته دي راټولې شوې وې، سندرې ویلې او نڅاګانې یې کولې. په همدې کار یې خپل ذهنونه بوخت ساتي.

دا خوښي د ګڼو نا ویلو دردونو کيسه کوي.

په دوی کې د ژوند خبرې لږې کیږي، خیال یې هم د مرګ په کیسو سر وي.

مرستون ته له ورتګ سره یوې یې له لاسه ونیولم، ګواښونه یې کول:

'' که مې له دې ځایه ونه باسې، اعداموم دې. ''

یوه بله بیا هاخوا د خونې په یوه ګوټ کې ناسته او په ژړا سر وه.

د مرکز کارکونکې شهناز چې خاله شنهاز یې بلله، راته ویل دا پېغله کرۍ ورځ له دې ځایه د وتلو په هیله ژاړي.

'' ددې نجلۍ ژړا د هر سهار سره پیلیږي، ټوله ورځ ژاړي.''

د افغان سرې میاشتې په دې مرستون کې هره یوه یې جلا جلا کیسه لري.

فرشته او نیلوفر دوه خویندې دي، یوه بله خور یې همدلته د دوی په څنګ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.

د افغانستان سرې میاشتې ټولنه چارواکي وايي، د سختو ذهني ناروغو ښځو لپاره د کابل سربېره، په لوېدیځ هرات ولایت کې هم د ښځو لپاره یو ځانګړی مرکز لري، چې شاوخوا ۳۲ ناروغې مېرمنې پکې ساتل کېږي.

Image caption فرشته او نیلوفر دوه خویندې دي، یوه بله خور یې همدلته د دوی په څنګ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
Image caption په کابل کې د افغان سرې میاشتې ټولنې په یوه مرستون کې یوشمېر ښځې چې وایي په ذهني ناروغیو اخته دي راټولې شوې وې، سندرې ویلې او نڅاګانې یې کولې. په همدې کار یې خپل ذهنونه بوخت ساتي.

ددې ټولنې چارواکي وايي، ددې مېرمنو د ناروغیو لاملونه بېل دي،ځینې یې ټولنیزو فشارونو او د جګړو ټکانونو دې حال ته رسولي، یو شمېر یې له موره نیمګړي پيدا شوي او ځینې نورې بیا ارثي ناروغانې دي.

افغانستان کې یوازې دوه نادولتي مرستونونه دي چې ددې خلکو لپاره جوړ شوي.

د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال، میرویس اکرم وايي:

''کابل مرستون کې ۷۸ ناروغانې دي. په هرات کې موږ یوه بل مرستون لرو چې په یوه برخه کې یې شاوخوا ۳۵ ښځېنه ناروغانې دي. په بله برخه کې یې نیږدې ۲۶۰ نارینه ذهني ناروغان ساتل کیږي. په دواړو مرکزونو کې ۱۱۳ ښځینه ناروغانې موږ ساتو. ''

د افغان سرې میاشتې ټولنې د کابل مرستون څلور، څلور کسیزه خونې لري. خو اوس پکې د ځای د تنګوالي او امکاناتو نشتوالي له امله شل ناروغې ښځې ساتل کیږي.

په دې مرکز کې د شاوخوا اتیا ناروغو مېرمنو لپاره یوازې یو حمام دی.

په دې مرستون کې ناروغې مېرمنې له خپل درده سره د کورنۍ د لرېوالي غم هم ګالي او هره یوه په دې کړکۍ کې د خپلو خپلوانو په لیدو پسې سترګې ځغلوي.

ډېرو یې یوازې همدا پوښتنې تکرارولې:

Image caption د افغان سرې میاشتې ټولنې د کابل مرستون څلور، څلور کسیزه خونې لري. خو اوس پکې د ځای د تنګوالي او امکاناتو نشتوالي له امله شل ناروغې ښځې ساتل کیږي.
Image caption د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال میرویس اکرم وايي، په دواړو مرکزونو کې ۱۱۳ ناروغانې ساتل کېږي

''ولې مو څوک پوښتنه نه کوي او ولې مو له دې ځایه نه بیايي؟ ''

هغه پوښتنې چې اوښکې هم ورسره ملګرې وې.

د کابل مرستون مشر محمد زاهد کوشان وايي، هره ورځ دوی ته پنځه ذهني ناروغان وروستل کیږي، خو وايي د امکاناتو او ځای نشتوالي له کبله یې بېرته ځوابوي.

هغه وايي، که مرسته ورسره وشي، د ټولو داد ته به ورسېږي:

''دا ناروغان ددې لپاره دلته راوستل کیږي چې په سمه توګه وساتل شي. ددوی کورنۍ نشي کولای د ځینو ستونزو له کبله دوی په سم ډول وساتي، ځکه د درملو، خوراک او کالیو له اړخه ددوی لګښت ډېر لوړ دی. له بده مرغه موږ تر دې ډېر امکانات نه لرو. د کابل په مرستون کې موږ یوازې همدا ۷۸ کسان ساتلی شو. نور چې راځي ځوابو یې''

افغانستان کې لا کره شمېرې نشته چې څومره کسان له ذهني پلوه سخت ناکراره دي.

خو یوازې د افغان سرې میاشتې ټولنې لخوا همدا دوه مرستونونه دي چې د نژدې ۴۰۰ کسانو ساتنه کوي، حال دا چې ویل کېږي په افغانستان کې زرګونه وګړي په ذهني ناروغیو اخته دي.

Image caption افغانستان کې لا کره شمېرې نشته چې څومره کسان له ذهني پلوه سخت ناکراره دي.
Image caption یوازې د افغان سرې میاشتې ټولنې لخوا همدا دوه مرستونونه دي چې د نژدې ۴۰۰ کسانو ساتنه کوي، حال دا چې ویل کېږي په افغانستان کې زرګونه وګړي په ذهني ناروغیو اخته دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب