د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لومړنی لابراتور

د انځور حقوق AFP/GettyImages
Image caption افغانستان د یوه لګښتي هېواد په توګه اوسمهال د خپلې اړتیا وړ ۹۵ سلنه درمل له پاکستان، ایران، هند، چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو واردوي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لومړنی لوی لابراتوار نن په کابل کې پرانیستل شو.

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، هیله من دي چې ددې لابراتوار په مرسته وکولی شي د بي کیفته درملو او خوړو د تولید او واردېدو مخه ونیسي.

هرات کې د خوراکي توکو د کیفیت مالومولو لابراتوار

د درملو او خوراکي توکو د کیفیت ازمویلو لومړنی لابراتوار د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې جوړ شوی. دوه ودانۍ چې څو خونې لري او پر نویو وسایلو او ماشینونو سمبال شوي دي.

د افغانستان حکومت ددغه لابراتوار د جوړولو، تجهیز او ورته د کارکوونکو د روزلو لپاره پنځه میلیونه ډالر لګولي دي.

ټاکل شوې تردې وروسته افغانستان ته د ټولو واردېدونکو درملو او خوراکي نمونې دلته وارزول شي، خو که بې کیفیته وختل نو بازار ته د وړاندې مخه به یې نیول کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل: ''د اوس لپاره په دې لابراتوار کې بیولوژیکي او کیمیاوي ازمایښتونه ترسره کېږي. ددې ترڅنګ نوره پانګونه هم په پام کې لرو او یوه اندازه پرمختللي نور وسایل هم اخیستل شوي، زموږ کارکوونکي د روزنې لپاره استول شوي. نو ډېر ژر به د سیمې په کچه یو ښه لابراتوار ولرو. ''

ددغه لابراتوار د پرانیستې مراسمو ته د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم راغلی و.

بې کیفیته درمل

هغه په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان ښه ډاکټران لري خو د باکیفیته درملو د نشتوالي له امله له درملنې سمه نتیجه نه ترلاسه کېږي:

''کار باید داسې نه وي چې د اداري فساد د پراختیا لپاره یوه بله لاره پرانیستل شي. په دې برخه کې باید هېڅ زغم ونشي. د درملو هر واردوونکی تولیدوونکی او د درملتون مالک باید ډاډمن شي چې دلته یوازې له تخنیکي پلوه او د تخصص له مخې کار کېږي او هېڅ ډول انعطاف دلته نشته. یو شمېر کسان شته چې په قصدي ډول بې کیفیته درمل واردوي. ''

هغه تایید کړه چې یو شمېر فرصت طلبه سوداګر بې کیفیته درمل واردوي او بازار ته یې وړاندې کوي.

ښاغلي عبدالله ددې لابراتوار کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې په ریښتوني ډول کار وکړي او د هر ډول فساد مخه ونیسي.

د درملو یو شمېر تولیدوونکي او واردوونکي هم ددغه لابراتوار له جوړېدو خوښ دي او د تجهیز په برخه کې یوه اندازه مرسته هم کړې ده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption اوسمهال د افغانستان د اړتیا وړ یوازې پنځه سلنه درمل په دغه هېواد کې تولیدېږي.

دوی وایي، وړاندې تردې په عامې روغتیا وزارت کې یو کوچنی لابراتوار له کمو امکاناتو سره و او میاشتې یې وخت نیوه چې ددوی د درملو کیفیت وارزول شي او د خرڅلاو اجازه ومومي.

افغانستان د یوه لګښتي هېواد په توګه اوسمهال د خپلې اړتیا وړ ۹۵ سلنه درمل له پاکستان، ایران، هند، چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو واردوي.

خو د عامې ورغتیا وزارت چارواکي وایی، له ګاونډیو هېوادونو سره اوږده او پرانیستې پوله لامل شوې چې ان ۵۰ سلنه درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل شي.

ورته مطالب