''د حکمتیار استازي دې د کابینې کاندیدانو په توګه زموږ غړي حکومت ته نه ورپېژني''

د انځور حقوق FB/ABDUL HADI ARGHANDIWAL
Image caption د ښاغلي ارغندیوال ګوند وايي، د حکمتیار مرکچیان باید د ' مهاجرو وروڼو ' له منځه کسان حکومت ته د کاندیدانو په توګه ور وپېژني

د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي ګوند د ګلبدین حکمیتار له مرکچیانو غوښتي، چې د دغه حزب غړي کابینې ته د خپلو وړاندیز شویو کاندیدانو په توګه معرفي نه کړي.

د ښاغلي ارغندیوال ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ښاغلي حکمتیار د حزب اسلامي ګوند مرکچیانو د حکومت وړاندیز ته په ځواب کې د د دوی ' ارغندیوال ' د اجرايي دفتر یو شمېر غړي د وزارت لپاره د کاندید په توګه ور پېژندلي دي.

د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي ډېری غړي هغه کسان دي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړي وو، خو د طالبانو واکمني له منځه تلو وروسته یې له ښاغلي حکمتیار سره ملګرتیا پرېښوده.

دغه حزب اوس د افغانستان له دولت سره د سیاسي ګوند په توګه ثبت دی او په قانوني توګه فعالیت کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه حزب په یوه نا یوه ډول د افغانستان ملي وحدت حکومت او کابینه کې شته او له همدې کبله دا غوره بلل شوې، چې د ' حکمتیار حزب اسلامي ' هغه کسان په پام کې ونیسي، چې ' زموږ مهاجر وروڼه دي او د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي ' او هېواد ته ستانه شوي دي.

پخوانیو جهادي مشرانو سیاسي ایتلاف اعلان کړ

اسلامي ګوند: فدرالي نظام هېواد تجزيه کوي

د ښاغلي ارغندیوال ګوند له حکمتیار سره د روغې جوړې ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې هېواد ته د هغه د ستنېدو پر مهال به د هغه تود هرکلی وکړي.

په اعلامیه کې داسې څه نه دي ویل شوي، چې حکومت څه مهال او کومې څوکۍ ښاغلي حکمتیار ته وړاندیز کړې دي او د هغه له لوري مرکچیانو کوم کسان د کاندیدانو په توګه ورپېژندلي دي.

د ښاغلي حکمتیار د حزب اسلامي رسنیز دفتر مسوول قریب الرحمان سعید بي بي سي ته ویلي د ښاغلي ارغندیوال د لوري اعلامیه یې لوستي او له ارزونې وروسته به یې په اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړي.

له دې مخکې د ښاغلي حکمتیار مرکچیانو ویلي وو، چې دولتي څوکیو ته د رسېدو لپاره خبرې نه کوي او له حکومت سره د روغې جوړې هوکړه کې د حکمتیار پلویانو لپاره د څوکیو ځانګړي کول شامل نه دي.

ورته مطالب