د ماشومانو ګوزڼ لمنځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان ګډې هڅې

افغانستان هر کال د ماشومانو ګوزڼ لمنځه وړلو لپاره څو کمپاینونه ترسره کوي د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان د ماشومانو ګوزڼ لمنځه وړلو لپاره هر کال د ټول هېواد په کچه څو کمپاینونه ترسره کوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي؛ د ماشومانو د ګوزن (پولیو) لمنځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان د ګډې مبارزې په هدف تراوسه څو ګډې ناستې ترسره شوي دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ددغو ناستو وروستی دور په تېرو ورځو کې په کابل کې ترسره شوی دی.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو د ماشومانو د ګوزڼ لمنځه وړلو ټیمونو چارواکو هوکړه کړې چې له هرډول سیاسي ترېنګلتیا لرې به په خپلو کې سره په همغږۍ او په ګډه ددغې ناروغۍ لمنځه وړلو لپاره کار وکړي.

په افغانستان او پاکستان کې د وروستیو ناامنیو او یو بل د خپلو مخالفینو په ملاتړ تورنولو له امله د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې په دې وروستیو کې ډېرې ترینګلې شوي دي. په ملګرو ملتونو کې له پاکستان نه د افغانستان شکایت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو تړل کېدل، سرحدي شخړې او د دواړو هېوادونو د سفیرانو احضارول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو پایلې دي.

خو اوس ددغو هېوادونو روغتیایي چارواکو له ګوزڼ سره د مبارزې په هدف تر څو تخنیکي او مشورتي غونډو وروسته اعلان وکړ چې په ګډه به کار کوي.

+ افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ له منځه تلو ته هیله مندي

+ کوټه: کلا عبدالله کې یو بل ماشوم ګوزڼ وهلی

د افغانستان د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو ناستو ګډونوالو، ننګونې، فرصتونه، فعالیتونه او لاسته راوړنې ارزولي او یو بل ته یې اغېزمن وړاندیزونه کړي دي.

افغانستان د پاکستان او نایجیریا ترڅنګ د نړۍ یو له درېیو هېوادونو دی چې د ماشومانو ګوزڼ پکې په بشپړ ډول لمنځه نه دی تللی.

وړاندې تردې په وار وار د افغانستان حکومتي چارواکو په پاکستان کې د ماشومانو ګوزڼ پېښو شتون او د پولې دواړو غاړو ته د افغانستان د اتباعو تګ راتګ په افغانستان له دغې ناروغۍ سره د مبارزې پروړاندې له مهمو ننګونو یاد کړي وو.

د انځور حقوق MOh
Image caption له پولیو سره د ګډې مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان وروستۍ ناسته په کابل کې ترسره شوه

د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال کې تراوسه د ماشومانو د ګوزڼ دوه او په ۲۰۱۶ کال کې ۱۳ پېښې ثبت شوي دي.

+ بلوچستان کې زرګونه ماشومان پولیو واکسین نه پاتې شوي

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۱۹۸۸ کال کې په ټوله نړۍ کې پر ګوزڼ د اخته ماشومانو شمېر ۳۵۰ زره کسانو ته رسېده.

ددغه سازمان په باور په یوه هېواد کې د ماشومانو د فلج ویروس شته والی په دې معنا دی چې ټول هېوادونه له ګواښ سره مخ دي، ځکه چې دا ویروس په ډېرې اساني له یوه هېواد نه بل هېواد ته لېږدول کېدای شي او ناروغۍ په اسانۍ خپرېږي.

د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او له ۱۸۹۹ کال راهیسې ددې ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره په ځانګړې توګه د واکسین له لارې مبارزه پيل شوه او له هغه کال نه تراوسه پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو کچه تر ۹۹ سلنې ډېره کمه شوې ده.

اړونده مطالب