د فراه ولایت پرچمن ولسوال په خپله اداره کې 'محاصره دی'

فراه د انځور حقوق .
Image caption حاجي موسی خان اووه میاشتې وړاندې د فراه پرچمن ولسوال وټاکل شو

د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې چارواکي او ځایي اوسېدونکي وايي، د پرچمن ولسوال او د ولسوالۍ رسمي کارکوونکي له څو ورځو راهيسې د ادارې په ودانۍ کې د خپلو رقيبانو لخوا 'محاصره ' شوي دي.

د فراه ولايتي چارواکي هم مني چې ولسوال حاجي موسی خان د هغو ستونزو له امله چې دوی يې نه همغږي بولي په کار کې له خنډونو سره مخامخ دي، خو دوی وايي، ياد کسان به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژني.

حاجي موسی خان ۷ میاشتې وړاندې د فراه پرچمن ولسوال وټاکل شو، خو له معرفي کېدو سره یې د دغې ولسوالۍ یو شمېر ډلو مخالفت وکړ او ایله میاشت مخکې نوموړي کار پیل کړ.

د فراه د خاک سفید ولسوال په بم چاودنه کې ووژل شو

آصف ننګ: طالبان د فراه ښار له څنډو په شا تمبول شوي

اوس د پرچمن ولسوالۍ يوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، دوی له څو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ په ودانۍ کې ايسار پاتې دي او د سیالې ډلې له پرلپسې فشار سره مخامخ دي.

ځایي خلک وایي، ناندرۍ د ولسوالۍ د پخوانۍ او اوسنۍ رهبرۍ ترمنځ دي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، د هغو کسانو پرضد به اقدام وکړي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې وروپېژني چې پُرچمن ولسوالۍ کې د ځايي ادارې د کړنو پروړاندې خنډونه جوړوي.

د دغه ولایت د والي وياند ناصر مهري د پرچمن ولسوال حاجي موسی خان پر وړاندې خنډ جوړونکي هغه کسان وبلل چې غواړي ناامنيو ته لمن ووهي.

"سيمه ‌ييزه اداره هڅه کوي، له مختلفو لارو هغه کسان مشخص کړي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي چې دوی خپله دنده هغه ډول چې وه، ترسره کړي."

هڅه مو وکړه چې د پرچمن له ولسوال حاجي موسی خان سره د یادې موضوع په اړه خبرې وکړو، خو نوموړي ته نژدې کسانو وویل چې ناروغ دی او د خبرو وس نه لري.

د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دا ستونزه له هغه مهاله راپیل شوې چې سیمې ته د خلکو په غوښتنه رسمي ولسوال ورغی او هغو ډلو يې مخالفت وکړ چې په هغه سيمه کې يې واک او نفوذ درلود.

د خلکو غبرګون

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکی محمدخان وایي:

"یو شمېر خلک بې ځایه شول او شکایت یې وکړ، دولت پرېکړه وکړه چې نوی ولسوال هلته ولېږي، اوس ولسوال هلته تللی خو دا چې له هغې ساحې نه دی او دا کسان ډېر وسله وال کسان لري او خلک هم له ډاره هېڅ غږ نه شي پورته کولای.

اوس چې اوازه ده چې امنيه قوماندان بدلېږي هغوی ښایي په همدې خاطر چې نه غواړي د پرچمن واک له لاسه ورکړي مخالفتونه کوي او ښايي وسلو ته یې هم لاس کړي."

په افغانستان کې د اداري فساد له ژورو ستونزو یوه هم د قومي او ګوندي اړيکو له مخې ګومارنې او د دولتي ادارو انحصارول دي چې له امله یې له دې وړاندې هم په یوشمېر ولایتونو کې د حکومت لخوا له معرفي شویو چارواکو سره د ځایي سیاسي ډلو او زورواکو مخالفتونه پاریدلي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب