کابل د پاکستان پرځای له قزاقستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېروي

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption افغانستان ته د قزاقستاني توکو ډېره برخه ګاز، تېل، ودانیز توکي، غنم، درمل او کرنیز توکي جوړوي، خو افغانستان بیا قزاقستان ته قره قل، غالۍ، مرمر ډبرې، سبزي، وچې او تازه مېوې صادروي.

افغان حکومت وايي له قزاقستان سره د ترانزیتي او سوداګریزو اړيکو په پیاوړي کولو سره غواړي له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه کمه او د دې هېواد له لارې چین او روسیې ته هم لاره پیدا کړي.

کابل ته د قزاقستان راغلی سوداګریز پلاوی وايي، افغان سوداګرو ته به اسانتیاوې برابرې کړي او افغانستان ته په زیاته کچه غنم او غوړي وارد کړي.

په قزاقستاني پلاوي کې د دې هېواد د نړیوالې سوداګرۍ خونې مرستیال، د پانګونې ادارې مشر، یوشمېر نورو سوداګرو او په افغانستان کې د دې هېواد سفیر شامل وو.

دوی کابل کې له افغان سوداګرو او چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ ښه کېدو په تړاو ځینې هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.

قزاقستان په افغانستان کې د سوداګرۍ خونه پرانيسته

قزاقستان له افغانستان سره درې تړونونه لاسلیکوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، په درو برخو (ټرانزیټ، پانګونې او سوداګرۍ) کې له قزاقي پلاوي سره خبرې وشوې.

افغانستان هیله لري چې قزاقستان به خپله خاوره کې روسیه ته د افغانستان د مېوو رسولو لاره ورکړي.

افغانستان تېر کال تر یو میلیون ټنو ډېره مېوه او سبزیجات تولید کړي وو، چې یوازې ۱۳۰ ټنه یې پاکستان ته صادر شول.

ښاغلی الکوزی وايي، مقابل کې به افغانستان قزاقستان ته له خپلې خاورې جنوبي اسیا هېوادونو ته د تېرېدو لاره ورکړي.

په دې سوداګریزه ناسته کې افغان سوداګرو هم قزاقي پلاوي ته خپل وړاندیزونه وکړل.

کابل کې د قزاقستان د سلاکار انور اسماعیلوف وايي، افغانستان ته د قزاقي پلاوي د سفر موخه د اقتصادي اړیکو ښه کېدل دي.

د انځور حقوق ACCI
Image caption کابل کې د قزاقستان د سلاکار انور اسماعیلوف وايي، افغانستان ته د قزاقي پلاوي د سفر موخه د اقتصادي اړیکو ښه کېدل دي.

تېر کال افغانستان له قزاقستانه تر دوو میلیونو ډېر اوړه اخیستي وو.

ښاغلی اسماعیلوف وايي، د افغان سوداګرو د ستونزو پر هوارولو به غور وکړي.

افغانستان له قزاقستان سره په کال کې د نژدې څلور سوه او پنځوس میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لري، خو د افغانستان برخه په کې شاوهخوا لس میلیون ډالر ده.

افغان سواګر وايي، چې په دې هڅه کې دي چې قزاقستان کې خپل مارکیټ ښه کړي او افغاني توکو ته اخيستونکي پیدا کړي.

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې هم مرسته کړې او ۲۰۰ تحصیلي بورسونه یې افغان محصلینو ته ورکړي دي.

افغانستان ته د قزاقستاني توکو ډېره برخه ګاز، تېل، ودانیز توکي، غنم، درمل او کرنیز توکي جوړوي، خو افغانستان بیا قزاقستان ته قره قل، غالۍ، مرمر ډبرې، سبزي، وچې او تازه مېوې صادروي.

قزاقستان افغانستان ته د سرتېرو استولو غوښتنه رد کړه

د قزاق افغان اړیکو غوړېدا ته خبرې کېږي

د انځور حقوق BBC Sport
Image caption افغانستان قزاقستان ته وچې او تازه مېوې هم صادروي

اړونده مطالب

ورته مطالب