کورنيو چارو وزارت: په غزني کې د حقاني ډلې دوه قومندانان وژل شوي

Image caption د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دغو قومندانانو د ځانمرګو بريدونو په پلانولو کې مهم رول درلود.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په غزني ولايت کې د يوه هوايي بريد پايله کې د حقاني شبکې دوه لوړ پوړي قومندانان له خپلو څلور کسانو سره وژل شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې دغو قومندانانو د ځانمرګو بريدونو په پلانولو کې رول درلود.

غزني کې سړي تښتوونکې اوه کسیزه ډله نیول شوې

غزني کې د 'جنسي غولوونکو' ډله نیول شوې

افغان حکومت تر دې وړاندې هم څو ځله ويلي چې د افغانستان په جنوب ختيځو او جنوبي ولايتونو کې يې د حقاني شبکې قومندانان په نښه کړي دي.

د افغان او امريکايي چارواکو په وينا د حقاني شبکه په افغانستان کې د ځينو خونړيو بريدونو تر شاه وه. امريکا په ۲۰۱۲ کال کې د حقاني شبکه يوه ترهګره ډله وبلله.

ويل کېږي د حقاني ډلې غړي د ډيورنډ کرښې هغه غاړه په قبايلي سيمو کې پټ دي او له هغه ځايه فعاليت کوي.

تېره ورځ د کندوز پوليسو ويلي وو، د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي چې په هغوی کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستيال هم شامل و.

اړونده مطالب

ورته مطالب