د افغانستان داعش ضد جګړه کې امریکایی سرتېری وژل شوی

د انځور حقوق Supplied
Image caption داعش د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې ډېر فعالیت لري

د امریکا دفاع وزارت ''پنتاګون'' وايي، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ''اسلامي دولت'' ضد جګړه کې د امریکا یو ټپي شوی پوځي مړ شوی دی. دا روان کال کې افغانستان کې د امریکا لومړی وژل شوی سرتېری دی.

یاد امریکایی سرتېري د داعش ضد جګړه کې ټپي شوی و.

ننګرهار له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري، چې هلته د اورپکو د فعالیتونو خبرونه ورکول کېږي.

'' ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیتونه د تېر کال پرتله کمزوري شوي "

"داعش په پښتونخوا کې جذبېدونکي وسلوال افغانستان ته لېږي"

عراق کې د 'داعش' دویم نمبر مشر 'وژل شوی'

امریکايي الوتکو څو ځلې ننګرهار کې د اورپکو پر مرکزونو بریدونه کړي.

داعش لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال په دې سیمه کې د ''خراسان'' په نوم د خپل نوي ولایت د بنسټ اېښودو اعلان وکړ.

څو اونۍ وروسته، داعش د افغانستان پنځو نورو ولایتونو؛ هلمند، زابل، لوګر، فراه او ننګرهار کې خپل موجودیت اعلان کړ.

داعش داسې مهال راڅرګند شو، چې څو کلونه وسله وال طالبان د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدل.

اټکل دی چې ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډله افغانستان کې له زرو تر پنځو زرو پورې جنګیالي لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر له زرو تر پنځو زرو اټکل شوی

د ۲۰۱۵ کال لومړۍ نیمايي کې 'اسلامي دولت' ډلې د ختیځ ننګرهار ولایت ډېری برخې ونیولې.

داعش هڅه کوي د افغانستان شمالي برخو ته ځان ورسوي او له دې لارې له مرکزي اسیا، چیچنیا او د چین له اویغور اورپکو سره یوځای شي.

خو په وروستیو کې د افغانستان په جنوبي او لوېدیځو برخو کې طالبانو پراخ عملیات پیل کړل، چې افغان او ناټو ځواکونو یې مخه ونیوه.

'داعش' وېډیو کې ایران ته ګواښ کړی

پر بریتانیايي هوايي ډګرونو د 'داعش' بریدونو وېره

ورته مطالب