د افغانې نجلۍ نقاشي د روغتیا نړیوال سازمان سیالۍ کې درېیم مقام وګاټه

افسردگی د انځور حقوق WHO
Image caption د روغتیا نړیوال سازمان په سیالۍ کې سامعه حماسي درېیم مقام ترلاسه کړ

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د یوې افغانې نجلۍ سامعه حماسي نقاشۍ ددغه سازمان په سیمه ییزو سیالیو کې دريیم مقام ګټلی دی.

دغه ۱۷ کلنه نجلۍ د کابل په شمال کې د کاپیسا اوسېدونکې ده او د کابل ښار په "آشیانه" کې یې نقاشي زده کړې.

آشیانه د یتیمو ماشومانو او هغو ماشومانو لپاره چې د سړک پر سر کار کوي، د حرفوي زده کړو زمینه برابروي.

ددغې نجلۍ نقاشي د خپګان په اړه ده او همداراز یې د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په منځ کې یې درېیم مقام ګټلی دی.

+ افغان ماشومان؛ د سړک له غاړې تر نړیوالې سیالۍ

+ د عکسونو البوم: افغان ماشومان؛ یو انځور زر خبرې

سامعې بي بي سي ته وویل، هغه توانېدلې وه چې خفګان په نقاشۍ کې وښيي. د هغې په وینا، څوک چې په خپګان اخته وي، ناروغ او په تیاره کې دی او روغ کسان کولی شي هغه وژغوري.

سامعې وویل، جګړه او تاوتریخوالی د خلکو د خپګان لامل کېږي او په دې نقاشۍ کې ښوول شوې چې د ټولنې روغ خلک کولی شي د دغو کسانو لاسنیوی وکړي.

هغې د روغتیا نړیوال سازمان ته ویلي، خور یې خپګان درلود او هغه د خپګان نښې نښانې په توګه پېژني.

Image caption په دې نقاشۍ کې ښوول شوې چې د ټولنې روغ خلک کولی شي د دغو کسانو لاسنیوی وکړي.

د سامعې په وینا، خور یې د اوږدې مودې لپاره غوښتل په تیاره کې کېني او له چا سره خبرې ونه کړي.

هغې وویل، "ما او مور مې هڅه وکړه چې زما له خور سره خبرې وکړو، په پایله کې د هغې وضعیت ښه شو. دا زما د نقاشۍ لپاره یو الهام شو. ما وکولی شول خور مې له تیاره رڼا ته وباسم."

هغه هیله منده ده چې پوهنتون ته لاړه شي او حقوق ولولي او د زده کړې تر پایته رسولو وروسته بېرته خپل ولایت کاپیسا ته وروګرځي او له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې ستونزې لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په ټوله نړۍ کې ۳۰۰ میلیونه کسان په خپګان اخته دي او ۱۸ سلنه یې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې په دغې ناروغۍ اخته شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ددغه بنسټ د ارزونې له مخې، په افغانستان کې له یو میلیون ډېر کسان خپګان لري او ۱،۲ نور په رواني اختلالاتو اخته دي چې ښکاري ريښتوني ارقام له دې هم پورته وي.

دغه سازمان ویلي چې بېوزلي، ناامني، جګړه، بیکاري، معلولیت، جنسیتي تاوتریخوالی او له نشه یي توکو ګټه اخیستل ددې ناروغۍ عامل دی.

+ له تاوتريخوالي سره مخ افغان مېرمنو لپاره د روانې درمنلې مرکز جوړېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د روان میلادي کال تر پایه په خپلو ټولو روغتیایي مرکزونو کې یو رواني ډاکټر په دنده ګوماري.

که څه هم په افغانستان کې په رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېره څرګنده نه ده، خو دغه وزارت وایي، په ښځو کې د رواني اختلالاتو کچه ۷۴ سلنه او په نارینه و کې ۶۰ سلنه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې ته د سږکال لپاره د "راځئ خبرې وکړو" نوم ورکړی، کوم څه چې د رواني ناروغانو د درلمنې عمده برخه جوړوي.

بلخوا

اړونده مطالب