'هره میاشت ۱۴۲ کسان' افغانستان کې د ښخو شويو ماینونو ښکار کېږي

قربانیان مین د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۲۰۱۱ کال راهیسې افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو شمېره په لوړېدو ده

د ماین پاکونې په نړیواله ورځ د افغانستان حکومتي چارواکو اعلان کړی چې په منځنۍ کچې هره میاشت په دغه هېواد کې ۱۴۲ کسان د ماینونو قرباني کېږي.

د افغانستان طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک د دوشنبې په ورځ (حمل/ وري ۲۱مه) په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په دې کې ټول هغه کسان شامل دي چې د ماین په چاودنو کې وژل کېږي یا ټپيان کېږي.

ښاغلي برمک وویل، افغانستان کې د ماین د قربانیانو شمېره له ۲۰۱۱ کال راهیسې لوړه شوې ده. هغه وویل، تر هغې وړاندې له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۱ کال پورې په منځني ډول هره میاشت ۳۶ کسان د ماین ښکار کېدل.

د افغانستان حکومت دغه چارواکي یادونه وکړه چې اوسمهال په دغه هېواد له ۱۰۰۰ کیلومتر مربع ډېره سیمه کې ماینونه ښخ دي چې له دې ډلې ۴۰۰ کیلومتر مربع یې په وروستیو کلونو کې پر ماین پوښل شوي.

+ بغلان کې ناپېژاندو وسله والو ۱۳ 'کان کیندونکي' وژلي

+ افغان حکومت: طالبانو افغانستان کې نوي ماینونه خښ کړي دي

هغه زیاته کړه، افغانستان کې د ماین پاکونې عملیات د نړۍ په کچه ترټولو لوی عملیات دي. دا عملیات له ۱۹۸۹ کال راهیسې پیل شوي او په دې موده کې له تر ۲۵۰۰ کیلومتر مربع ډېره سیمه له ماینونو پاکه شوې ده.

ښاغلي برمک د جګړې دوام او د مالي سرچینو کموالی په افغانستان کې د ماین پاکونې پروګرام پروړاندې له اصلي ننګونو یاد کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له ددې پروګرام ملاتړ وکړي.

افغانستان کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وویل، تېر کال ماین پاکونې ته د ۸۰ میلیونه ډالره اړتیا له برخې یوازې ۳۵ میلیونه لاسته راغلل.

Image caption لا هم د افغانستان له ۱۰۰۰ کیلومتر مربع ډېره سیمه کې ماینونه ښخ دي

د هغه په وینا، تر ۲۰۱۴ کال وړاندې نژدې ۱۴ زره کسانو د ماین شنډولو په برخه کې کار کاوه، په داسې حال کې چې اوسمهال د مالي سرچینو کموالي له امله دا شمېره ۹۰۰۰ زرو ته راټیټه شوې

په همدې توګه د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، تېر کال په افغانستان کې د ماین پاکونې کارکوونکي ۲۰ ځلې تر برید لاندې راغلي چې له امله یې ۱۹ ماین پاکوونکي وژل شوي.

+ 'طالبانو د بغلان لرغونې سیمې شاوخوا ماینونه اېښي'

افغانستان کې په وار وار د ماین پاکوونکو د تښتولو خبرونه ورکړل شوي. دولتي سرچینې معمولا طالبان ددغو سړي تښتونو مسوول بولي، ځکه چې د هغوی په وینا دغه ډله پر مځکه ماینونه ښخوي او د ماین شنډولو مخالف دي. ده.