افغانستان پوځ کې د ښځو ونډه ٪۱۰ لوړوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان چارواکي وايي په پوځ کې د ښځو ونډه ۱۰ سلنو ته لوړه کړي

د افغانستان پوځي چارواکي وايي، په ملي پوځ کې کار کولو ته د ښځو لېوالتیا د پخوا پرتله څه باندې ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.

د دغه هېواد د ملالۍ پوځي ښوونځي چارواکي ادعا کوي د وروستۍ فارغ شوې دورې په پرتله نوې دورې ته څه باندې دوه برابره ښځو نوملیکنه کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت غواړي په ټوله اردوکې د ښځو ونډه لس سلنې ته لوړه کړي.

زهرا مبارز د افغان پوځ په ملالۍ کنډک کې پوځي افسره ده.

''اردو کې د شاملېدو لېوالتیا مې لرله، اردو کې ډېرې اسانتیاوې شته، چې ښځې پکې خپل حقونه ترلاسه کولی شي.''

د زهرا لپاره په پوځ کې د شاملېدلو پرېکړه اسانه نه وه.

Image caption زهرا مبارز د افغان پوځ په ملالۍ کنډک کې پوځي افسره ده.

د زهرا د قومندانې کبرا تنها په خبره، په پوځ کې له کار کولو سره د مېرمنو لېوالتیا اوس زیاته شوې، خو دوی یې د روزنې لپاره کافي اسانتیاوې او ځای نه لري.

کبرا تنها راته وویل، تازه شاوخوا یونیم سل افسرانې یې فارغې کړې.

Image caption کبرا تنها راته وویل، تازه شاوخوا یونیم سل افسرانې یې فارغې کړې.

مېرمن تنها وايي، چې دورې ته تر دې دمه د نوملیکنې لپاره څه باندې درې سوه ښځې ورغلي چې په پوځ کې شاملې شي:

''د ملالۍ کنډک د ډېر پرسونل امکانات نه لري، زموږ لویه ستونزه همدا ده. تېر کال موږ نژدې ۱۴۶ کسان فارغ کړل. اوس هم ۱۴۰ کسان په انتظار کې دي، چې کنډک ته د پوځي زده کړو او تعلیم لپاره راشي. که موږ ځای درلودای، دې نوې دورې ته به مو پنځه سوه کسان نیولي وای.''

چارواکي وايي، هغه مېرمنې چې د دغه ښوونځي له شپږو میاشتو زده کړو وروسته فارغېږي د لوړو زده کړو اوتخصص زمینه حکومت ورته برابروي.

دفاع وزارت بیا په دغه پوځي مرکز کې د مینه والو د زیاتېدو لامل ښې اسانتیاوې ګڼي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:

''دوی ته د زده کړې په وخت کې پنځه زره افغانۍ خرچه ورکول کېږي، جامې او خواړه یې وړیا دي. کله چې دوی فارغېږي، په هغو ځایونو کې مقررې کېږي، چې غوښتنه یې لري.''

Image caption د دفاع وزارت د شمېرو له مخې دوه پیلوټې، نژدې څلور سوه بریدملانې، ۵۵۳ افسرانې او ۱۱۴ ښځینه سرتېرې لري او پاتې نوریې بیلابېل چوپړونه ترسره کوي.

د ښځو د حقونو یوې مدافع ټولنې، د افغان ښځو شبکه چې څو میاشتې مخکې يې په افغان امنیتي لیکو کې د مېرمنو په اړه یوه څېړنه کړې وه وايي، پوځي مېرمنې د پرمختګ او زده کړو لپاره ښه چانس لري خو له ډول ډول ځورونې سره مخامخ کېږي او لوجتیسکي ستونزې هم لري.

د ښځو شبکې غړې سمېرا حمیدي:

''زموږ موندنې ښيي هغه مېرمنې چې په اردو کې وې، له ځینو دوه ګونو چلندونو څخه اغېرمنې شوې، د بېلګې په ډول داسې مېرمنې وې چې کلونه کلونه یې کار کړی خو ترفیع یې نه وه کړې، په داسې حال کې چې نارینه په دې برخه کې ښه وو، دوی لوجستیکي ستونزې هم درلودې، لکه دا چې موټر او نور وسایل یې نه درلودل، وروستی دا چې دوی له بېلابېل ډول ځورونو سره هم مخامخ وې.''

اوس په افغان پوځ کې شاوخوا یو زرو شپږسوه ښځې خدمت کوي او دفاع وزات غواړي دا شمېر شلو زرو ته لوړ کړي.

د دفاع وزارت د شمېرو له مخې دوه پیلوټې، نژدې څلور سوه بریدملانې، ۵۵۳ افسرانې او ۱۱۴ ښځینه سرتېرې لري او پاتې نوریې بیلابېل چوپړونه ترسره کوي.

افغانستان په ټوله کې دوه لکه پوځ لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په افغان پوځ کې د ښځو لپاره ستونزې او ننګونې څه دي؟

ورته مطالب