"مېړه مې راپسې ټوپک راواخیست چې ولې زامن نه زيږوې؟"

Image caption په خوست کې د یو الټراسونډ مرکز مسؤول د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، لسګونه میندوارې مېرمنې د معایناتو لپاره ورته مراجعه کوي

له تلویزوني معایناتو سره سم د مور په خېټه کې د نجلۍ تثبیت او د میندوارې مور پروړاندې ناوړه چلند.

خوست کې زیاتره کورنۍ، مېرمنې له میندواره کېدو سره سم الټراسونډ یا تلویزوني معایناتو ته بیایي او له دې لارې غواړي وپوهیږي، چې د مور په نس نجلۍ ده که هلک.

ذکیه د هغه وخت کیسه کوي چې کله یې له شپږ لورګانو وروسته بل اولاد په خېټه کې و.

دا وایي، چې کله یې اوومه لور په نس وه، نو د خسرګنۍ کورنۍ یې له ذکیې نه د تلویزوني معاینې کولو ته ډېره تلوسه وه.

له زيږولو وروسته خپګان

ماشومان باید خپل والدین له خواله رسنیو منع کړي؟

اغلې ذکیه وايي: ''د مېړه کورنۍ یوه غړي مې تلویزوني معاینې ته بوتلم کله چې معایناتو کې نجلۍ معلومه شوه، نو راسره تللي کس ټکان وخوړ.''

دا وایي، د کورنۍ غړو یې شیبې شمارلې چې د ذکیه به دا ځل زوی پیدا کیږي خو کله یې چې د کورنۍ دا هیله پوره نه شوه او د ذکیې لخوا نړۍ ته د اومې نجلۍ له راتلو خبره شوه، نو د ټولې کورنۍ رنګ شین، تور شو او وضعیت ناوړه شو.

مېړه مې ټوپک راپسې راوخیست

ذکیه زیاتوي: ''مېړه مې کوټې ته منډه کړه، ټوپک یې راپسې رواخیست، په څو کسانو یې نیول و، چیغې یې وهلې رنګ یې سور او شین اوښتو. ویشتلم یې راته یې ویل، چې ولې ذکیې! د لورګانو پرځای زامن نه زېږوې.''

یو ډاکتر چې د الټراسونډ یا تلویزوني معایناتو کلینک سره خوا کې یې د ناروغانو کتنځای دی بي بي سي ته وویل: ''یوه ورځ خلک په لوړ غږ خاندي، شور دی، بل په تیلېفون کې په لوړ غږ خبرې کوي، د مارکیټ ټول خلک راټول شول، چې څه شوې. مونږ ته ایله دومره معلومات وشول، چې کس په تیلېفون کې وویل، دا ځل به د احمد زوی پیدا شي اوس معاینات کې معلوم شول.''

په خوست کې فعاله اقصه وايي، چې په خوست کې له میندوارو مېرمنو څخه معاینات کول تر ډېره اوس معمول دي.

Image caption خوستۍ ټولنه کې نارینه وو ته ډېر ارزښت ورکول کیږي او د کورنۍ پاییښت او بقا هم په دوی پورې تړل کېږي.

دا وایي، کله چې د مور خېټه کې د تلویزوني معایناتو په وسیله نارینه ماشوم معلومیږي: ''نو د کورنۍ ټول غړي خوشاله وي. خپلو خپلوانو ته تیلېفون کوي، زیري، یو او بل ته مبارکۍ ورکوي. میندواره مېرمن په مسلسله توګه ډاکتر ته د روغتیایي مشورو لپاره بیایي، داسې نه چې ماشوم ته یې څه زیان ورسیږي. قدر یې کیږي خو کله چې برعکس د مور په خیټه کې نجلۍ وي بیا نو هر څه سرچپه کیږي او په کورنۍ د غم څپه خپره وي.''

اولاد ضایع کول

د خوست یو شمېر اوسیدونکو بي بي سي ته وویل، چې ځینو ښځو د دې لپاره چې د لوڼو په پیدا کېدو سره د کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شي، د معایناتو نه وروسته یې د نجلۍ د ضایع کولو په موخه درمل هم خوړلي دي.

خوستۍ ټولنه کې نارینه وو ته ډېر ارزښت ورکول کیږي او د کورنۍ پاییښت او بقا هم په دوی پورې تړل کېږي.

نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

د نجلۍ زیږېدو کې د الوتکې د خدمې همکاري

داسې ښځې هم خوست کې لیدل شوي، چې پرله پسې یې لوڼې زیږولې خو دوی له کوم تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي نه دي، خو بیا یې هم له لور زیږولو بد راځي.

د خوست یوه اوسېدونکې د یوې ښځې خبره کوي او وایي: ''لوڼې یې وشوې، نو بل ځل یې چې تلویزوني معاینات وکړل بیا هم په نس باندې نجلۍ وه، نو ښځې د ماشومانو د ضایع کولو درمل وخوړل، ډاکتر ته یووړل شوه، نجلۍ یې ضایع نه شوه. نجلۍ دنیا ته راغله خو د مور په نس کې د قرباني نجلۍ لاسونه د ګوتو په شان نري دي.''

دا وایي، ډاکتر دغې ښځې ته وویل، چې د نجلۍ د لاسونو د خرابوالي لامل خوړل شوي درمل دي.

د خوست دغې اوسېدونکې وايي، دغه ښځې د دې لپاره دا کار وکړ، چې ژر بل اولاد راوړي ګوندې خدای یې هلک کړي.

د خوست اوسېدونکي او فعاله نادیه باوري وایي: ''په دې ټولنه کې نارینه ته ځکه ارزښت ورکول کیږي، چې هغه د کور لپاره نفقه ګټلی شي او د دې ترڅنګ په دعوو او لانجونو کې هم باید هر کورنۍ زیات سړي ولري، ګنې بې نارینه یا د کم شمېر سړو کورنۍ هره برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.''

Image caption ځینې میندوارې میندې د حمل پروخت کله چې روغتیاپلانو ته مراجعه وکړي، نو هغه ورته د تلویزوني معاینې لارښوونه کوي. کله چې معاینات ورته وکړو، نو پوښتنه کوي چې راتلونکي اولاد هلک دی که نجلۍ

دا وايی، له بده مرغه اوس هم له ښځو سره دوه ګونی چلند کیږي او د نجلۍ په پیدا کېدو سره خلک خواشیني کیږي.

په خوست کې د یو الټراسونډ مرکز مسؤول د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، لسګونه میندوارې مېرمنې د معایناتو لپاره ورته مراجعه کوي:

''ځینې میندوارې میندې د حمل پروخت کله چې روغتیاپلانو ته مراجعه وکړي، نو هغه ورته د تلویزوني معاینې لارښوونه کوي. کله چې معاینات ورته وکړو، نو پوښتنه کوي چې راتلونکي اولاد هلک دی که نجلۍ.''

لوی جهالت

ده وايي: ''کله چې موږ ورته د نارینه ماشوم ووایو، نو دوی موږ او زموږ د مرکز کارکوونکو ته زرګونه پیسې د زېري په ډول راکوي.''

" که نجلۍ پيدا شوه فيس نه اخلم"

دیني عالمان په ټولنه کې د دا ډول رواجونو پالل د جهالت لویه نښه بولي.

په خوست کې دیني علم مفتي عبدالواسع سعید وايي، دا د جاهلیت زمانې یو ناوړه دود و چې د اسلام مبارک دین کرکه ترې وکړه او د له منځه تلو په پار یې مختلفې تګلارې رامنځ ته کړې.

Image caption دیني عالمان په ټولنه کې د دا ډول رواجونو پالل د جهالت لویه نښه بولي.
Image caption خوست

ورته مطالب