افغان حکومت د خپلې 'کاواکۍ' راپور رد کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو خبره نوې نه ده، خو له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې دا دی دغه حکومت خپل کار ته دوام ور

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي یووالي حکومت د دوو مشرانو ترمنځ د اختلافونو او نانندریو د شتون راپورنه رد کړل.

تېره ورځ د ناورین نړیوالې ډلې په نوم یوه بنسټ وویل، موندنې یې ښيي چې د ملي یووالي حکومت مشران خپلمنځي اختلافونه لري او دې چارې د حکومت کړنې ټکنۍ کړي دي. دې ډلې موجودو اختلافانو ته په کتو اندیښنه ښودلې وه چې د حکومت راتلونکی هم کاواکه دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بیا دا راپورونه ردوي:

''موږ د ملي یووالي حکومت په مشرتابه کې اختلافونه ردوو، په لویو ملي مسلو کې د حکومت د مشرانو ترمنځ ګډه همکاري مجوده وي، په سیاسي، امنیتي او سیاسي نړیوالو چارو کې موږ ښې لاسته راوړنې لرو. د بروکسلا و وارسا غونډې او له افغانستانه نړیوال ملاتړ د همدې مشرانو د همکاریو پایله ده.''

مخکېنی راپور

د یوه نړيوال بنسټ موندنې ښيي چې د ملي یووالي حکومت له دونیم کلن عمر وروسته لا هم د دغه حکومت راتلونکی په لړزان حالت کې دی.

د ناورين نړيوالې ډلې ادعا کړې چې د دوی موندنې ښيي د ملي یووالي حکومت له خپلمنځي اختلافونو او نه همغږۍ سره مخامخ دی.

د سرچینې په رپوټ کې په سیاسي هوکړه لیک کې د ګونګوالي پر سر د ولسمشر او اجرایيه مشر ترمنځ د اختلافونو یادونه شوې ده.

د افغانستان ملي یووالي حکومت مشرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې

"د ملي یووالي حکومت ټاکنیز سمون کې پاتې راغلی"

په رپوټ کې راغلي، د حکومت دواړه مشران د ملي یووالي حکومت پر سر د شوي هوکړه لیکه بېل بېل تفسیرونه لري چې له امله یې د حکومت همغږي ننګول شوې او کړاو یې زېږولی دی.

د یادې ټولنې یو غړی تيمور شاران وايي، د اختلافونو له کبله دواړه مشران د نویو وزیرانو په معرفي کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي:"

اختلافونه خو په هره کچه شته، بېلګه يې د اداري اصلاحاتو کميسیون د ګومارنې فرمان و. حتی دا اوس چې پتېیل شوې د پارلمان له خوا د اوو بې صلاحیته شويو وزيرانو پر ځای نوي وزيران معرفي شي، د دواړو مشرانو ترمنځ جدي سیاسي تربګني شته."

په رپوټ کې دا هم ویل شوي، که شته ناندریو ته د حل لار ونه موندل شي، نو ویره شته چې ناامنۍ او کورنۍ جګړې لار هواره کړي.

د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو خبره نوې نه ده، خو له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې دا دی دغه حکومت خپل کار ته دوام ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې منځګړیتوب وکړ

د ناورين نړيوالې ډلې د رپوټ پر بنسټ سياسي سمتپالنې د افغانستان په ټولو امنيتي ادارو کې نفوذ کړی، چې دغې چارې دفاعي او امنيتي ادارې زیانمنې کړې دي.

د ناورين نړيوالې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ثبات او پرمختګ ښه بللي او زیاته کړې يې ده چې په مالي سيسټم کې سمونونه او د ماليو پر ټولولو سخت کنټرول د دغه هېواد د کورني عاید او مالي سرچینو د زیاتوالي لامل شوي دي.

جان کېري: د ملي یووالي حکومت پای ته نېټه نه ده ټاکل شوې

ورته مطالب