افغانستان کې ښوونیز کال پیل شوی، خو کتابونه نه شته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کتابونو نشتوالی د تړلو ښوونځیو یا د څرنګوالي له اړخه د پوهنې ټکني بهیر ته ورته خبره ده چې نېغ په نېغه د زدکړو بهیر اغېزمنوي.

په افغانستان کې د نوي ښوونيز کال له پيلېدو څه بادې شل ورځې تېريږي، خو لا هم د پلازمېنې کابل په شمول د زیاترو ولایتونو ښوونځيو ته کتابونه نه دي رسېدلي.

په افغانستان کې د لېسانس تر کچې زده کړې وړیا دي خو د کتابونو کمښت اوس په کابل کې هم د ښوونځي د زده کوونکو کورنۍ له دې ځایه د هغو کتابونو اخيستلو ته اړ ایستې، چې په وینا يې د ښوونځيو له اصلي کتابونو کاپي او چاپ شوي خو کېفيت يې هغومره ښه نه دی.

د کابل د بوتخاک ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالمنان چې څلور ماشومان لري وايي، پخپله بې روزګاره دی خو ماشومانو ته په پېسو کتابونه اخلي چې ګټل يې ورته دومره اسانه نه دي:"نه یې ور کوي، کال کېږي ځي راځي خو کتابونه یې نه شته، دا کتابونه ۵۵۰ افغانۍ شول، څه وکړو کار روزګار هم نه شته."

۱۶ ولایتونو ته به دفاع وزارت د ښوونځیو درسي کتابونه رسوي

بدخشي طالبان تر واک لاندې ښوونځیو ته له دولت لګښت غواړي

د ښوونځیو د زده کوونکو نوی یونیفورم؛ اجباري که اختیاري!

په افغانستان کې ښوونځيو ته په وخت د کتابونو نه رسېدل نوې خبره نه ده چې د ښوونيز کال له پېلېدو سره په دې اړه نيوکې هم پېل شي.

د پوهنې وزارت چارواکي سږ کال د بوديجې کمښت د دې لامل بولي چې کتابونه په غوښتي شمېر چاپ نه شي.

د دغه وزارت د نشراتو مشر محمد کبیر حقمل وايي، یو شمېر ولایتونو ته یې کتابونه لېږلي او نورو ته د کتابونو د لېږدولو لپاره د ملي اردو مرستې ته اړتیا ده:

"غزني، زابل، کندهار، فراه، روزګان، نیمروز، بادغیس او هرات ته کتابونه رسېدلي یا به راتلونکو نږدې ورځو کې له هراته ور ولېږدول شي، خو بامیان، دایکنډي، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونه له کتابونو پاتې دي چې موږ د ملي اردو وسایطو ته په تمه یوو."

د یادو ولایتونو ښوونځیو د کتابونو د لېږد چاره ځکه افغان ځواکونو ته ور له غاړې ده چې

موده مخکې ولسمشر محمد اشرف غني له ملي دفاع وزارته غوښتي وو، ولایتونو ته د ښوونځیو د کتابونو په رسولو کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.

د پوهنې وزارت په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزې د حل په موخه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ۵۰ میليونه کتابونو د چاپ یوه پروژه وړانديز کړې، چې دوی يې منلو ته په تمه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پوهنې وزارت چارواکي سږ کال د بوديجې کمښت د دې لامل بولي چې کتابونه په غوښتي شمېر چاپ نه شي.

همدا راز دغه وزارت د امريکا نړيوالې پراختیايي ادارې یوسایډ څخه د ۷۵ ميلیون ډالرو مرستې ژمنه تر لاسه کړې.

د چارواکو په خبره یې که یادې پیسې په لاس ور شي د کتابونو د لېږد ستونزه به پرې د راتلونکو کلونو لپاره هواره کړي.

د کتابونو نشتوالی د تړلو ښوونځیو یا د څرنګوالي له اړخه د پوهنې ټکني بهیر ته ورته خبره ده چې نېغ په نېغه د زدکړو بهیر اغېزمنوي.د کتابونو نشتوالی د تړلو ښوونځیو یا د څرنګوالي له اړخه د پوهنې ټکني بهیر ته ورته خبره ده چې نېغ په نېغه د زدکړو بهیر اغېزمنوي.

د لوګر په ۲ ولسواليو کې ۱۲ ښوونځي تړل شوي

"پکتیکا کې نژدې ۳۰ زره نجونې ښوونځیو ته ځي"

ورته مطالب