د بدخشان له ماینونو 'پاکو' سیمو کې لا هم ماینونه شته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بدخشان کې د ماین پاکولو پروګرام ۲۸ کاله پخوا پیل شوی

شمالختیځ ولایت بدخشان د ماینونو له امله د افغانستان د زیانمنو ولایتونو له ډلې دی چې ماینونه او نا چاودلي توکي یې لا هم د عامو خلکو ژوند ګواښي.

عبدالله بدخشان کې د شهر بزرګ ولسوالۍ اوسیدونکی دی. اته میاشتې مخکې په یوه ماین وربرابر شو او خپله پښه یې له لاسه ورکړه: ''په لاره روان وم، پر ماین وختم، پښه مې له زنګانه پورته پرې شوې ده. ''

په بدخشان کې د ماین پاکولو پروګرام ۲۸ کاله پخوا پیل شوی چې چارواکي یې تر دې دمه له ماینونو څخه د شپاړسو ولسوالیو د پاکولو خبره کوي.

افغان حکومت: طالبانو افغانستان کې نوي ماینونه خښ کړي دي

'هره میاشت ۱۴۲ کسان' افغانستان کې د ښخو ماینونو ښکار کېږي

خو د یادو شپاړسو ولسوالیو اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې لا هم تر ځمکې لاندې ناچاودلي توکي پاتې دي.

د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عیسی یې په اړه بي بي سي ته وویل: ''یوه میاشت وړاندې د سون په خځلو پسې ووتو، ملګری مې پر ماین وخوت زه مې چې په ملګري پسې روان وم، هم پر ماین و برابر شوم. ''

یوازې عبدالله او محمد عیسی نه دي چې له ماینونو په پاکه شوې سیمه کې یې د ماین چاودنو له امله د بدن غړي له لاسه ور کړي، بلکې د بدخشان په هغو ولسوالیو کې هم ورته کسان ډېر دي چې کابو څلور کاله وړاندې له ماینونو پاکې ولسوالۍ اعلان شوي دي.

د سیمې خلک ماین موندونکو ته له دې امله د پړې ګوته نیسي چې له وخته مخکې د خپل کار پایلې اعلانوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رسمي شمېرې ښيي چې بدخشان کې شاوخوا لس کیلومتره ځمکه لا هم په ماینونو پوښلې او انګېرنه دا ده چې د بدخشان ناامنۍ به یاده ستونزه لا زیاته کړي.

خو په کابل کې د ماین پاکونې مشر سیداغا عتیق د خلکو نیوکې پر ځای نه بولي: ''په لسو هغو ولسوالیو کې چې د ماین پاکونې له کمپاینه پاتې دي، که ترې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې خبر ور کول کېږي، موږ یې نه ردوو.

خو هغه ولسوالۍ چې له ماینونو پاکې شوې دي، د هر کلي لپاره موږ فورمه لرو، له ځايي خلکو سره مو لیده کاته او خبرې اترې شوې دي. د ټولو ښکېلو اړخونو تر تایید وروسته ولسوالۍ تسلېمېږي. ''

شمال ختیځې حوزې د ماین پاکولو د انسجام او همغږۍ مسوول سردارولي فیضي وايي، په تیرو دیرشو کلونو کې یې په بدخشان کې له پنځو کیلو مټره مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.

په دغه بهیر کې یې پنځه شپیته زره د انسانانو ضد ماینونه، ۲۱ د ټانګ ضد ماینونه او شاوخوا شپږ دېرش زره ناچاودلي توکي له منځه وړي دي.

رسمي شمېرې ښيي چې بدخشان کې شاوخوا لس کیلومتره ځمکه لا هم په ماینونو پوښلې او انګېرنه دا ده چې د بدخشان ناامنۍ به یاده ستونزه لا زیاته کړي.

اړونده مطالب