افغانستان کې روغتيا؛ خلک وايي درد یې نه دوا کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې روغتيايي سيستم

د نړیوالې ټولنې پر میلیونونو مرستو سربېره، په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له کړاوه ډک دی. افغانان روغتیايي کلینیک ته د رسېدو لپاره اړ دي ساعتونه مزل وکړي. کله چې روغتيايي مرکز ته رسېږي، ستونزې هم ور سره پیلېږي، ډېری روغتیايي مرکزونه متخصصان نه لري او په درد اراموونکو درملو تجویز ته یې کار ویلی دی.

په دولتي روغتیايي مرکزونو کې مو د روغتيايي وضعیت د ارزونې په پار د کابل شمال لوېدیځ ته په شل کيلومټرۍ کې د (قرغې) سیمې ته لاړم.

روغتیايي مرکز ته د ننوتو لپاره د روغتيا وزارت هغه پاڼه راسره وه، چې د تر لاسه کولو لپاره مې یې څو ورځې سختې ګاللې وې.

د غزني ولایت لیرې سیمې روغتیايي خدمتونه غواړي

د کابل ده سبز روغتیايي خدمتونه غواړي

د خواجه مسافر کارکوونکي زموږ له ورتګه خبر و، د خپل کار د ښه فلمېدو لپاره یې چمتووالی نیولی و. یوه ورځ مخکې چې موږ ته د فلم اخیستنې اجازه را نه کړه د کارکوونکو جامي عادي وي، خو پر سبا یې چې موږ بیا ورغلو ټولو یې ځانګړې سپینې جامې اغوستې وې.

دغه مرکز ته د ورځې ۲۰۰ ناروغان مراجعه کوي، ۲۲ کار کوونکي لري، خو هیڅ یو یې لوړې زدکړې نه لري او ډاکټر نه دی.

مراجعین یې پوهېږي چې په روغتيايي مرکز کې متخصص ډاکټر نه شته، خو دا چې بله چاره نه لري، ورته راخوشې وي.

د سپینې جپنې لرونکی کس چې د ناروغانو په کتلو بوخت و، یوازې دوه کاله یې د نرسنګ په برخه کې زدکړې کړې دي.

ناروغان یې چې لسګونه ښځې او ماشومان و، نه پوهېدل چې طبیب یې ډاکټر نه دی؛ له ډېر احترامه به یې ډاکټر صاحب ورته وایه.

پر سبا یې لږ نوره هم پورته لاړم او د کابل ۳۰ کیلومټرۍ د پغمان سیمې یوه روغتيايي مرکز ته ورغلم. دغه روغتيايي مرکز له ورایه د قرغې د هغه په پرتله سوتره او منظم و، خو وروسته پوه شوم چې دا روغتيايي مرکز هم د درملنې په برخه کې د قرغې روغتيايي مرکز ته ورته دی.

له کلیو او بانډو راغلیو ستړیو میندو خپل ناروغ اولادونه په غېږ کې اچولي و او د روغتیاپال د راتګ لار یې څارله.

په دغه ځای کې له یوې مور او زوی سره مخامخ شوم چې له درېیو ورځو پرلپسې د ملا او پښو د دردونو د درملنې لپاره دغه کلینیک ته راتلل، خو په درېیمه ورځ د ډاکټر د معاینې نوبت ور ونه رسېد او ناهیلي ستانه شول.

Image caption ډېری روغتیايي مرکزونه ان د معمولي سوځېدنې د درمللو توان نه لري

په کلینیک کې درې روغتیاپالان وو، خو داسې کوم متخصص نه و چې د هغوی د درد یې ور دوا کړی وای. کلینیک د زوی او مور له کوره درې ساعته لیرې و، خو په حقیقت دا د هغوی کور ته تر ټولو نږدې روغتون و.

دا په دې دلالت کې چې په نسبتاً لیرې پرتو سیمو کې خلک د خپل رنځ د درملنې لپاره ساعتونه مزل او څو ورځې انتظار کوي، خو بیا هم ډېر چانس شته چې ناهیلي ستانه شي.

د پغمان له روغتيايي مرکزه له راوتو سره سم له بلې ښځې سره مخامخ شوم، وپوهېدم چې تر چادرې لاندې سوځېدلي لاس یې ارام ترې تروړلی دی.

د پکتیکا نژدې نیم میلیون وګړو ته یوازې یوه متخصصه ډاکټره

ترې ومې وپوښتل: " ولي دي د لاس چاره نه کوې؟"

ویل یې: "چې لومړی ځل راغلم یو ملهم یې راکړ، خو دا ځل یې راته ویل له بازاره یې واخله."

په افغانستان کې ورته روغتيايي مرکزونه خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

Image caption دغه ښاغلي طب نه دی لوستی، خو ناروغانو ته نسخې لیکي

ویل کېږي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې د افغان حکومت هڅې پر دې وې چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه او پراخه کړي.

افغان حکومت روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي معیار د روغتيايي مرکز او د ناروغ د کور تر منځ د واټن له مخې ټاکل کېږي. دغه واټن د پلي تګ له مخې سنجول کېږي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، که د روغتيايي مرکز واټن یو ساعت پلی تګ وګڼو، نو ۶۰ سلنه افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. خو که دغه واټن دوه ساعته ته لوړ کړو نو بیا ۸۷ سلنه افغانان له روغتيايي خدمتونو برخمن دي.

د امریکا د متحده ایالتونو نړیواله پراختیايي وايي، افغانستان تر ۲۰ زرو زیات روغتيايي کارکوونکي لري او په وروستیو کلونو کې له ۳۰۰ ډېرې قابلې روزل شوې دي.

Image caption ښاغلی مجروح وايي، روغتیا وزارت د هېواد ۸۷ سلنه وګړو ته روغتیايي خدمتونه رسوي

د امریکا دولت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هر لس زره وګړي ۲،۷ ډاکټران لري په داسې حال کې دا شمېره بیا په پاکستان کې ۸،۳ او په ایران کې ۸،۹ ده.

په ورته وخت کې د روغتيا د نړیوال بنسټ شمېرې ښيي چې د افغانستان ۵۰ ولسوالي هیڅ روغتیايي مرکز نه لري، له دې دا اټکلېدای شي چې کابو شپږ میلیونه افغانان لا هم لا روغتيايي خدمتونو بې برخې دي.

افغانان هر کال ۳۰۰ میلیون ډالره بهر کې پر درملنو لګوي

سږ د افغانستان روغتيايي برخې ته ۲۱۶ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي چې دا د ټولې ملي بودیجې ۴ سلنه جوړوي. که یادې پیسې د وګړیو پر سر ووېشو نو هر یوه ته یې ۷ ډالره رسېږي. خو په تېرو کلونو نفر سر روغتيايي لګښت ۶ ډالره و.

په وروستیو کلونو کې په یوې نادولتي موسسې د یوه قرارداد په ترڅ کې یاد لګښت ۳ ډالرو ته راټیټ کړ، نو قرارداد یې وګاټه. اوس نو باید ټول کال د یوه افغان د درملنې په درې ډالرو شوې وای.

Image caption ناروغان د ډاکټر نوبت او درملو اخیستو لپاره ساعتونه انتظار وباسي.

که د یادې نادولتي موسسې لګښتونه ترې منفي کړو، نو د هر افغان د درملنې کلنۍ بودیجه له درېیو ډالرو هم ټیټه شوې وه.

پایله دا ده چې د درملنې کیفیت د بچتونو ښکار شي. په بله وینا څومره چې د روغتيايي خدمتونو لګښت کمېږي، کیفیت یې هم ور سره را ټيتېږي.

لسګونه نور دلایل هم شته چې د دولت د روغتيايي خدمتونو چارې یې ټکنۍ کړې دي. د بېلګې په ډول په ښاري او کلیوالي سیمو کې نا انډول روغتيايي خدمتونه، په روغتيايي خدمتونو کې د جنسیت نه مراعتونه، د فني تجهیزاتو نشتوالی او مالي فساد هغه څه دي چې د روغتيايي خدمتونو پر کیفیت یې ناوړه اغېز کړی دی.

پورتنې بېلګې په ډېرو روغتيايي مرکزونه کې له چا پټې نه دي.

ورته مطالب