د بدخشان غرنیو سیمو کې پستې کرل کېږي

Image caption د کرنې چارواکي وايي د بدخشان خاوره او هوا د پستې ونو ودې ته ښه جوړه ده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د بدخشان ولایت په غرنیو سیمو کې پر لسګونه جرېبه ځمکې د پستې نیالیګیو د کرلو هوډ لري.

چارواکي تجربې ښودلې چې بدخشان کې پسته ښه حاصل ورکوي، خو په وروستیو کې یې ډېر ځنګلونه زیانمن شوي دي.

د کرنې وزارت وايي، له څلور کالو راهیسې د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د پستې د زړيو کرلو هڅې پيل شې وې، چې د پستې هغه ځنګلونه بیا زرغون شي له تېرو دېریشو کالو راهیسې زیانمن یا پرې شوي وو.

سمنګانو کې د پستې راټولولو پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي

بادغیس کې د نوي کال په پلمه د پستې ګل جشن

د کرنې چارواکي وايي د بدخشان خاوره او هوا د پستې ونو ودې ته ښه جوړه ده.

اوس په یو شمېر ولسوالیو کې د پستې زړي بیا کرل کېږي چې د بدخشان والي احمد فیصل بيګزاد په وینا، په دغه ولایت کې د پستې کښت او حاصل یوځل بیا ډېر شي:

"موږ هڅه کوو چې دلته د پستې د زړو اېښودلو دود پیاوړی کړو او د خلکو پام دې ته راواړوو چې د ونو د ساتنې ترڅنګ اوبه ورکولو ته یې جدي پاملرنه وکړي."

Image caption اوس د بدخشان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پستې زړي بیا کرل کېږي

د بدخشان ولایت د کرنې رئیس محمد سالم ساعي وايي د مخکني پلان له مخې یې په دغه ولایت کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د پستې کښت کرلی چې پایله یې تر اوسه ښه ده:

وطني پسته

"د کرنې وزارت د پلان له مخې له ۱۳۸۸ کال راهیسې تر ۱۳۹۵ زموږ په سیمو کې ۱۵۱ هکټاره ځمکه کې وطني پسته کر موجود و، له نېکه مرغه چې د پستې د بیا زرغونېدو د طبیعي سرچینو په برخه کې په خلکو کې د مالکیت حس پیدا کړی او ددغې سرچینې د ساتلو برخه کې روحیه ښه شوې ده."

د بدخشان ولایت په کوز یفتل، ارګو، تګاب، کشم هغه ولسوالۍ دي چې پراخې او غرنۍ سیمې یې د پستې په ځنګلونو پوښلي دي.

افغانستان د پستې او جلغوزو ځنګلونه بیا رغوي

دا هغه سیمې دي چې د پستې ونې پکې نه پرې شوي او نه هم زیانمنې شوي نو ځکه یې خلک له حاصله پوره ګټه پورته کوي.

په هغو سیمو کې چې خلکو اوس اوس د پستې کرل پیل کړي، هیلمه من دي چې یو ورځ به دوی هم د خپل زیار حاصل تر لاسه کړي.

د بدخشان کرنې ریاست د چارواکو په وینا په بدخشان کې له شته ځنګلونو هرکال زر ټنه پسته راټولېږي، چې نه یوازې په خپله د دغه ولایت بس ده بلکې نورو ولایتونو ته او ان بهر ته هم صادرېږي.

Image caption دا هغه سیمې دي چې د پستې ونې پکې نه پرې شوي او نه هم زیانمنې شوي نو ځکه یې خلک له حاصله پوره ګټه پورته کوي.
Image caption په هغو سیمو کې چې خلکو اوس اوس د پستې کرل پیل کړي، هیلمه من دي چې یو ورځ به دوی هم د خپل زیار حاصل تر لاسه کړي.

افغانستان پخوا د جلغوزيو او پستې ۴۵۰ زره هکتاره سمسور ځنګولونه لرل چې د جګړو د تېرو څه باندې درې لسيزو په ترڅ کې يې نژدې شپېته سلنه برخه له منځه تللې ده.

افغان حکومت په ۲۰۱۳ کال وویل، چې د پستې او جلغوزيو د ځنګلونو بيا رغاونه په بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان، بلخ، فارياب، بادغيس، غور، او هرات ولايتونو کې تر سره کېږي.