'اسلامي دولت' نومې ډلې ویلي، د افغانستان دفاع وزارت ته څېرمه برید دوی کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امنیتي سرچینو ویلي، ځانمرګی پلی روان و

اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) ادعا کړې، چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دفاع وزارت ودانۍ ته نژدې نننی برید دوی کړی دي.

دغه ځانمرګي برید د افغانستان پلازمېنې کابل دویمې امنیتي حوزې اړوند دفاع وزارت ته څېرمه شوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه په پېښه کې د زیانمنو په اړه کره معلومات نه شته، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، ډېره برخه یې ملکي وګړي دي.

کابل: پر پوځي روغتون برید کې د وژل شویو شمېر ۳۱ او د ټپیانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی

کابل کې ځانمرګي برید څلور کسان وژلي

د کابل پولیسو ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته ویلي، د برید ځای د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې دروازې ته نژدې دی. نوموړی وايي، چاودنه داسې مهال شوې، چې کارکونکو د ورځې پای کې له دفترونو د وتلو حال کې وو.

ښاغلی مجاهد وايي، بریدګر غوښتل ځان له یوه ګاډي سره ووهي، خو په خبره یې هدف ته له رسېدو مخکې یې په ځان پورې تړلي باروت وچاودېدل.

امنیتي سرچینو ویلي، ځانمرګی پلی روان و.

د پولیسو یوې بلې سرچینې بي بي سي ته وویل، ځانمرګي برید کوونکي پر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته د ولسمشرۍ د چارو ادارې مخې ته چاودنه ور کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سیمې ته ورغلي

اسلامي دولت نومې ډلې پر اعماق نومې ویبپاڼه، چې په یو ډول د دغې ډلې ویندویه پاڼه بلل کېږي، د دغه برید مسوولیت منلی دی.

دفاع وزارت او د چارو اداره څنګ په څنګ پراته دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب