د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې تېر کال ۶۰۰ کسان په اعدام محکوم شوي

اعدام د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوس مهال د ۷۰۰ کسانو نومونه د اعدام په نوملړ کې شامل دي.

د بښنې نړیوال سازمان په نوي رپوټ کې ویل شوي، افغان حکومت ۲۰۱۶ کال کې له شپږ سوه ډېرو کسان په اعدام محکوم کړي، چې له دغو نه شپږ کسان په دار ځړول شوي دي. دغه شمېرې د ۲۰۱۵ کال پرتله خورا ډېرې دي، چې د هغه کال اوږدو کې ۱۲ کسان په اعدام محکوم شوي وو او د یوه کس سزا عملي شوې وه.

د ۲۰۱۶ کال نیمايي کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و، هغو سره به پرېکنده عمل وکړي او په سزا ورکولو کې به یې ځنډ ونه کړي چې د افغانستان د بېګناه خلکو او پوځیانو وینې تویوي.

تېر کال د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي و، د افغانستان دولت په پام کې لري د اکثرو جرمونو لپاره چې اوسمهال د جزاء په قانون کې ورته د اعدام سزا ټاکل شوې، د عمري بند سزا غوره کړي.

افغان دولت هڅه کوي د اعدام سزا محدوده کړي

کابل کې د 'غلو یو مشر' رییس خدایداد اعدام شو

د پغمان د ډله ييز جنسي تېري پنځه پړه اعدام شول

"له اعدام سره مخ افغانان حقوقي اسانتیاوې نه لري"

افغان حکومت د ثور میاشت کې د کابل څرخي پله زندان کې شپږ کسان اعدام کړل، چې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په وژنه کې د لاس درلودو په ګډون یې یو شمېر (ترهګریزو) بریدونو کې لاس درلود.

د افغانستان د جزا د قانون له مخې د ډېرو ځانګړو ۵ مواردو لړ کې د اعدام سزا ورکول کېږي، چې "عمدي وژنه، ډله ییزه وژنه، چاودنه چې وژنه هم په کې وشي، قطاع الطریقی چې قتل په کې شامل وي او هغه جرایم چې پایله کې یې د افغانستان خاوره د پردیو په واک کې ورکړل شي او د افغانستان خپلواکي او د خاورې تمامیت ته زیان ورسېږي، دي.

د انځور حقوق NDS
Image caption وروستی ځل شپږ کسان د اعدام په سزا محکوم شوي، چې د حکومت په وینا په یو شمېر'ترهګریزو'پېښو کې یې لاس درلود

د بښنې نړیوال سازمان له لوري د ثبت شویو شمېرو له مخې ټوله نړۍ کې د ۲۰۱۶ کال اوږدو کې د اعدام سزا ۱۰۰۰ کسانو ته ورکړل شوې ده. دغه شمېرې ښيي، چې که څه هم د ۲۰۱۵ کال پرتله دغه شمېرې لږ دي، خو د چارواکو په وینا د اعدام صادر شوي حکمونه(۳۰۰۰ حکمونه) د ۲۰۱۵ کال پرتله ډېر دي.

ایران او سعودي عربستان اوس هم د هغو هېوادونو په لومړي سر کې دي، چې د اعدام سزا شمېرې په کې تر نورو ډېرې دي. دغه سازمان په هر ډول مواردو کې له هېڅ استثنا پرته د اعدام سزا له ورکولو سره مخالفت کوي. د شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې ۶۴ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې.

اوس مهال د ۷۰۰ کسانو نومونه د اعدام په نوملړ کې شامل دي. د اعدام سزا نړیوالې پاڼې له مخې افغانستان کې ۱۳۱ کسان ۲۰۰۸، ۱۳۳ کسان ۲۰۰۹ او نژدې۱۰۰ کسان ۲۰۱۰ کلونو کې په اعدام محکوم شوي دي.

وروستي اعدامونه

وروستی ځل د هغو شپږو کسانو د اعدام سزا حکم عملي شوه، چې د افغان دولت له اعلان سره سم په یو شمېر(ترهګریزو) بریدونو کې یې لاس درلود.

د طالبانو واکمنۍ له ړنګېدو وروسته ۲۰۰۴ کال کې افغانستان کې لومړی ځل د مجاهدینو پخوانی قومندان عبدالله شاه د اعدام په سزا محکوم شو، چې محکمې د وژنې مجرم وپېژاند.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۲۰۱۴ کال کې شپږ کسان اعدام شول

نوموړی د کابل څنډو یوه زندان کې پر سر د ټوپک په مرمۍ وویشتل شو او د اعدام سزا یې عملي شوه. د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کې ۱۵ کسان اعدام شول، چې یو په کې د دریو بهرنیو خبریالانو په وژنه محکوم و.

۲۰۰۸ کال کې هم دغه هېواد کې ۱۷ کسان اعدام شول، چې اووه کسان یې په ډله ییزه توګه په ډزو وویشتل شول. ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال کې له افغانستانه د اعدام سزا عملي کېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی. ۲۰۱۱ کال کې یوه سړي ته د جلال اباد یوه بانک کې ځانمرګي برید کې د لاس لرلو په جرم د اعدام سزا ورکړل شوه، چې هغه برید کې ۳۸ کسان وژل شوي وو.

۲۰۱۲ کال کې افغانستان کې ۱۴ کسان اعدام کړل شول، چې یو په کې عبدالصبور نومي هغه سرتېری شامل و، چې کاپیسا کې د څلورو فرانسوي سرتېرو په وژنه کې مجرم پېژندل شوی و. ۲۰۱۳ کال کې دوو کسانو ته افغانستان کې د اعدام سزا ورکړل شوه. دغه کسان هرات کې د یوه ماشوم تښتولو او وژلو په جرم محکوم شوي وو.

د انځور حقوق NDS
Image caption د افغانستان ملي امنیت ادارې، رییس خدایداد دغه هېواد کې د ورانکارو تر ټولو خطرناکې ډلې مشر بللی و

۲۰۱۴ کال کې افغان حکومت پغمان کې د ډله ییز تېري پنځه عاملان په دار وځړول. د همدغه کال اوږدو کې کابل کې د سړي تښتونکو او غلو د یوې ډلې مشر حبیب استالف ته د اعدام سزا ورکړل شوه.

۲۰۱۵ کال کې د افغانستان ملي امنیت ریاست تایید کړه، چې د یوې (ورانکارې ډلې مشر) سیدالله چې په رییس خدایداد مشهور و، اعدام شوی دی. ملي امنیت رییس خدایداد دغه هېواد کې د ورانکارو تر ټولو خطرناکې ډلې مشر بللی و.

تېر کې د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي و، د افغانستان د قضايي نظام کمزوري او د محکمو له خوا د انصاف او عدل میعارونو ته نه پاملرنه په دغه هېواد کې د اعدام سزا په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ ګرځوي.

اړونده مطالب