جلال اباد کې هندوانو او سکانو ته ځانګړی ښوونځی جوړېږي

Image caption هندوانو او سکانو په جلال اباد کې څو ورځې وړاندې بي بي سي پښتو تلوېزیون ته ویلي، د ځانګړي ښوونځي نه شتون يې د نالوستۍ کچه ډېره لوړه کړې.

په ننګرهار کې د اهل هنودو او سکانو لپاره د ځانګړي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ددغه ښوونځي د جوړېدو چارې د ویساک د مذهبي ورځې په درشل کې پیل شوې.

دا ښوونځی د بي بي سي له یوه رپوټ وروسته پرانیستل کېږي. د سویډن په مالي مرسته به د اهل هنودو زده کوونکو لپاره دغه ښوونځی په شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

سکان او هندوان د خپلې مذهبي ورځې ویساک د لمانځنې د پیل په ورځ د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو خبر خورا خوشاله کړل.

افغان سک او هندو ماشومان، له تعلیمه هېر وګړي

'افغان هندوان او سکان د نورو افغانانو په څېر حقونه او دندې لري'

د اهل هنودو لږکیو یو استازی میر سنګ خوګیاڼیوال له ویساک نه د ښوونځي جوړېدو ته په جامو کې نه ځایېږي:

"د ویساک د خوشحالۍ په پرتله مو د ښوونځي جوړېدو ته خوشحالي زیاته شوه، د مکتب د جوړېدو د بنسټ ډبرې اېښودو مو خوشحالي سل برابره زیاته کړه."

هندوانو او سکانو په جلال اباد کې څو ورځې وړاندې بي بي سي پښتو تلوېزیون ته ویلي، د ځانګړي ښوونځي نه شتون يې د نالوستۍ کچه ډېره لوړه کړې.

افغان سکانو او هندوانو په جلا ل اباد کې خپلو کوچنیانو ته د درمسال په څنډه کې لیک لوست ښوده.

د ښوونځي د بنسټ د ډبرې اېښودو په مراسمو کې د ننګرهار والي ګلاب منګل د سویډن له کمېټې مننه وکړه، چې د ښوونځي جوړېدو لګښت يې ورکړی:

Image caption په ټول افغانستان کې د اهل هنود و لپاره یوازې دوه ښوونځي شته، چې د سلو په شاوخوا کې زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

"د سکانو لپاره د یوه ځانګړي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې ان شاء الله په شپږو میاشتو کې به دا ودانۍ تکمیلېږي او دوی به ځانګړی ښوونځی ولري. زه له دوی مننه کوم چې د ښوونځي لپاره یې ځمکه واخیسته او له سویډن هېواد او سویډن کمېټې هم مننه کوم چې مالي تمویل یې پر غاړه واخیست."

هندوانو او سکانو خپل کوچنیان نورو ښوونځیو ته ځکه نه لېږل، چې ویل يې هلته ځورول کېږي.

په ټول افغانستان کې د اهل هنود و لپاره یوازې دوه ښوونځي شته، چې د سلو په شاوخوا کې زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

کندوز کې د اهل سک یو قومي مشر وژل شوی

ورته مطالب