امريکا په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

د انځور حقوق USAF/GETTY IMAGES
Image caption دغه بم "د ټولو بمونو د مور" په نامه مشهور دی او د يوه ميل شاوخوا هرڅه له منځه وړي.

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون وايي، افغانستان کې يې د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' پر پټنځايونو تر ټولو زورور غير اټومي بم کارولی دی.

دغه بريد د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ کې ځايي وخت سره سم د ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې شوی دی.

داعش په افغانستان کې څومره بريالی دی؟

د افغان طالبانو "ځانګړي ځواکونه" ولې د اسلامي دولت د اورپکو پر ضد جنګېږي؟

"داعش په پښتونخوا کې جذبېدونکي وسلوال افغانستان ته لېږي"

د سپینې ماڼۍ رسنیزې برخې مشر شان سپایسر د پېښې په اړه ویلي، "موږ د تونلونو او غارونو یوه شبکه په نښه کړې، چې داعش وسله والو د ازادانه تګ راتګ لپاره کارووله. دوی له دغو تونلونو په سیمه کې پر امریکايي سلاکارانو او افغان ځواکونو په اسانۍ سره د بریدونو لپاره کار اخیست".

نوموړي ویلي، داسې اقدامات شوي وو، چې د برید پر مهال د ملکي تلفاتو او پراخۍ ورانۍ، ویجاړۍ مخنیوی وشي.

د اچین ولسوال اسمعاعیل شینواري، له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، په هغه سیمه کې چې دغه هوايي برید په کې شوی، "ولسي خلک نه اوسېږي او یوازې "د داعش سمڅې شته".

Image caption داعش په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې فعالیت پیل کړ.

نوموړی وايي، د دې بم غږ دومره لوړ و چې آن په نورو شاوخوا ولسوالیو کې هم اورېدل شوی دی.

له هغه مو وپوښتل چې د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات څه دي، نوموړي وویل "ښايي د داعش ډلې ګڼ وسله وال وژل شوي وي، خو موږ د مرګ ژوبلې کره مالومات تر اوسه نه لرو".

د ښاغلي شينواري په وینا دا هوايي بم د مامند درې په اسد خېلو تنګي کې غورځول شوی چې له ډېرې مودې راهیسې د داعش وسله والو مرکز بلل کېږي.

نوموړی وايي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې په اچین ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

په دغو عملیاتو کې د ده په وينا 'د داعش د یوه مشر قاضي په کډون د نوري په نوم د داعش وسله والو یو مهم قومندان او د حفیظ سعید ورور هم وژل شوې دي. '

دغه بم چې د ( جي بي یو-۴۳ بي ) نوم ورکړل شوی دی "د ټولو بمونو د مور" په نامه هم مشهور دی او ماهرین وايي، په یوه ميل شاوخوا ساحه کې هرڅه له منځه وړي. امریکايي چارواکي وايي، دغه بم چې ۹ متره اوږدوالی او ۹۸۰۰ کيلو ګرامه وزن لري د سمڅو د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ناټو اټکل کوي چې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ د داعش وسله والو موجود دي

ځايي خبریالانو ویلي، د اچین ولسوالۍ په غرنۍ سیمه کې د یو شمېر قومندانانو په ګډون لسګونه وسله وال په سمڅو کې یو ځای شوي وو. ویل کېږي دوې څېرمه ولسوالۍ هم د دغه بم چاودنې پایله کې لړزېدلې دي.

رپوټونو کې ویل شوي داعش مشرانو د افغانستان پوځ لخوا روانو حمزه نومي عملیاتو ته، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو او هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی، د غبرګون په تړاو غونډه کوله.

دغه برید په ننګرهار کې له داعش سره جګړه کې د یوه امریکايي سرتېري له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته شوی دی. ځايي رسنیو د ننګرهار ځايي چارواکو له قوله ویلي، چې برید کې لسګونو پورې داعش وسله وال وژل شوي دي.

داعش په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې فعالیت پیل کړ. دا لومړی ځل و، چې دغې ډلې له عربي نړۍ بهر خپل فعالیت پیلول اعلان کړل. دا لومړنۍ وسله واله ډله وه، چې افغانستان کې یې دننه وسله وال طالبان وننګول.

د اټکلونو له مخې افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ وسله والو پورې یاديږي.

ورته مطالب