نیکولسن: له افغان حکومت سره په همغږۍ بم غورځول شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال نیکولسن وایي، په سم ځای کې یې سمه وسله کارولې ده.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومندان جان نېکولسن د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو ستر نااټومي بم د غورځولو په هکله وايي، د یوه سم هدف په نښه کولو لپاره يې سمه وسله کارولې.

نوموړي د جمعې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د داعش د ځپلو لپاره بله لار نه ور پاتې ځکه يې بم (جي بي يو 43) وغورځاوه.

نوموړي په افغانستان کې د "داعش جنایت" ته په اشارې یاده کړه، چې نړیوال ځواکونه به پرې نه ږدي چې دغه هېواد د دې ډلې پر امن پټنځي بدل شي.

* ارشیف: د امریکا تر ټول لوی بم ازموینه

* "دا ځل ولې تر ټولو ستر بم کارولو ته اړتيا پيدا شوه؟"

جنرال جان نېکولسن دا هم وویل، چې له افغان حکومت سره په همغږۍ یې په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد تر ټولو ستر بم غورځولی دی.

د افغانستان د ولسمشر د ویاندۍ دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، افغان حکومت له پېښې خبر شوی وو.

"بم په داسې سیمه کې غورځول شوی، چې پر بمونو پوښلې وه او ځمکني عملیات پکې ناشوني و".

د انځور حقوق EPA
Image caption افغان سرتېری هغې سیمې ته اشاره کوي چې دا بم پکې غورځول شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي، چې دا برید له افغان ځواکونو سره په همغږۍ شوی دی.

دوی وایي، په دې برید کې د داعش ۳۶ وسلوال وژل شوي او د درنو او سپکو وسلو زېرمې یې له منځه وړل شوې دي.

د افغانستان اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په ټوېټ کې ویلي، چې دا بم له افغان ځواکونو سره په همغږۍ غورځول شوی دی.

* د بمونو مور که د بمونو پلار ډېر پیاوړی دی؟

* 'افغانستان کې د داعش ډېری وسله وال پاکستانیان دي'

نوموړی دا هم وایي، چې له دې سیمې خلک کډه شوي، ځکه ولسي مرګ ژوبله نه لري.

"زموږ ګډ عملیات په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځیو د له منځه وړلو هڅې ښيي".

خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا دا برید غندلی دی او په ټوېټ کې یې لیکلي دي: "دا د ترهګرۍ ضد جګړه نه ده، بلکې د نویو او خطرناک وسلو د ازمایلو لپاره زموږ له هېواد ناانساني او بې رحمه کار اخیستل دی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا بم نهه متره اوږد او نږدې لس زره کیلوګرامه وزن لري.

د روسیې یوه سناتور او په مشرانو جرګه کې د امنیت او دفاع جرګه ګۍ مرستیال فرانس کلینسویچ ویلي، چې د دغه بم په غورځولو سره امریکا روسیې ته خپل زور ښيي.

"زما په اند، دا برید په سوریه کې له توغندويي برید سره ورته دی. په دواړو پېښو کې امریکا خپل ځواک وښود، هغه هم روسیې ته".

خو دغه سناتور وايي، چې د واشنګټن په دا ډول هڅو سره به د مسکو په سیاست کې بدلون را نه شي.

په خواله رسنیو کې هم دغه بم ته پراخ غبرګون ښودل شوی او ځینو یې مخالفت کړی دی.

ورته مطالب