د ننګرهار بټي کوټ کې چاودنې ولسوال او دوه نور چارواکي ټپیان کړل

حاجی غالب
Image caption حاجی غالب وړاندې تردې د اچین ولسوال په توګه دنده ترسره کوله، چېرته چې د اسلامي دولت ډلې اورپکي فعال دي

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار حکومتي سرچینې وایي؛ د بټي کوټ ولسوال، امنیه قومندان او د ملي امنیت مدیر په یوه چاودنه کې ټپیان شوي.

د ننګرهار د والي ویاند د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل؛ چاودنه نن سهار (حمل/وري ۲۶مه) شاوخوا اته بجې شوې.

هغه وویل، دغه حکومتي چارواکي روغتون ته رسول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د ننګرهار ولایت ویاند زیاته کړه، دغه چارواکي د ځینو مشکوکو کسانو د نیولو لپاره له ولسوالۍ بهر وتلي و چې د جانی خېلو په سیمه کې پرې په ځمکه کې ځای پرځای شوی ماین والوت.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، په دې چاودنه کې یو بل دولتي کارکوونکی هم ټپی شوی، خو ملکي کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

تراوسه ددې برید مسوولیت تراوسه چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

حاجی غالب وړاندې تردې د اچین ولسوال په توګه دنده ترسره کوله، چېرته چې د اسلامي دولت ډلې اورپکي فعال دي.

یوه ورځ وړاندې (وري ۲۴مه) امریکایي ځواکونو د داعش وسله والو پر یوه مرکز تر ټولو لوی بم ګوزار کړ چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا ۹۴ داعش وسله وال پکې ووژل شول.

+ د امریکا تر ټولو زورور بم"لسګونه داعشیان" وژلي

+ امريکا په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

ورته مطالب