افغانستان کې د "ټولو بمونو مور" کارول څه پیغام لري؟

د "ټولو بمونو مور" چین ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو وغورځول شو
Image caption د جي بي یو ۴۳ بم چې د "ټولو بمونو مور" یادېږي، وړمه ورځ (حمل/وري ۲۴مه) د ختیځ ولایت ننګرهار اچین ولسوالۍ کې پر داعش اورپکو وغورځول شو

"د ټولو بمونو مور" غورځولو ترټولو روښانه پیغام ښایي طالبانو ته متوجه وي: د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا پخواني حکومت د سیاستونو پرخلاف، ډونلډ ټرمپ به د هغو ډلو پروړاندې دوه زړی چلند ونه لري چې د امریکا او د ملاتړ لرونکو هېوادونو ګټې ګواښي او ظاهرا نوی سیاست په راټوکېدو دي.

ښکاري چې د افغانستان حکومت هم له دغه سیاست سره همغږی دی.

د طالبانو پرخلاف، اسلامي دولت (داعش) نومې ډله په افغانستان کې پراخ فعالیت نه لري. ځینې کارپوهان خو آن ددغې ډلې شتون تر پوښتنې لاندې راولي.

+ امريکا په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

+ ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو پر زیاتولو غور کوي

آن هغه چې د داعش د حضور خبرې کوي، ددغې ډلې د اړوند کسانو شمېر ډېر کم یادوي چې د سوریې او عراق تر داعشیانو ډېر له پولې پورې غاړې پاکستان کې له داعشیانو سره اړیکې لري.

له همدې امله، ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز ترټولو لوی نااټومي بم غورځول "د پیغام رسول" و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دولتي چارواکي وایي، د افغانستان دولت یوازې ددغه هېواد پر ۷۵ سلنه خاورې کنټرول لري؛ په داسې حال کې چې تېر کال د دولت کنټرول کچه ۷۲ سلنه وه

'طالبان سولې ته اړ کوو'

د داعش پر مرکز د ترټولو لوی غیراټومي بم د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار توندو خبرو سره هم مهاله غورځول کېږي. اتمر د پنجشنبې په ورځ (حمل/وري ۲۴مه) یې په ننګرهار چېرته چې دغه بم وکارول شو، امنیتي ځواکونو ته په خبرو کې اعلان وکړ چې د افغانستان دولت به له "کمزوري دریځ" نه طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل نه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، "هېڅکله له طالبانو او ترهګرو سوله نه غواړو؛ موږ هغوی سولې ته مجبوروو."

ټاکل شوې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر افغانستان ته سفر وکړي. جمهوریپالان تورن دي چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش پرمهال د طالبانو واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته، افغانستان کې جګړه ناتمامه پاتې شوه، په ۲۰۰۳ کال کې یې په عراق کې بله جګړه پیل کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر په افغانستان او عراق کې ماموریت کړی

منتقدان وایي، دغه ګام ددې ترڅنګ چې افغانستان کې یې طالبان بیا راژوندي کړل، ددې لامل شو چې داعش او نورې توندلارې ډلې د عراق د جګړې له زړه راپورته شي.

په واقعیت کې، د "بمونو مور" کارول ددې څرګندونه کوي چې ښاغلی ټرمپ د بارک اوباما پر خلاف افغانستان کې د امریکایي جنرالانو لاس خلاص پرېښي دی. افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان په تېر فبرورۍ میاشت کې په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو زیاتولو غوښتنه وکړه ترڅو افغانستان کې د جګړې ډګر کې رامنځته شوی بن بست مات شي.

ښکاري چې د امریکا ملي امنیت سلاکار د سفر هدف له نژدې نه د وضعیت ارزول دي ترڅو ددغو ارزونو په رڼا کې د افغانستان پروړاندې د امریکا نوی سیاست بڼه ومومي.

ایا جمهوریپال د خپلو تېروتنو جبرانولو پسې دي؟

لا وختي ده چې دې پوښتنې ته څرګند ځواب ورکړل شي. خو دا روښانه ده چې ډونلډ ټرمپ - لږ ترلږه په دې موده کې - غواړي خپل قاطعیت ثابت کړي.

په امریکا کې دننه د هغه پر اقداماتو سربېره، افغانستان کې د داعش پر مرکز د ترټولو لوی بم غورځولو او د سوریې خان شیخون ښار کې تر مشکوک کیمیاوي برید وروسته د الشعیرات پر هوایي اډې توغندیز برید سره ښاغلي ټرمپ وښوده چې دی بارک اوباما نه دی.

+ ټرمپ به د افغانستان په اړه څه وکړي؟

+ ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو پر زیاتولو غور کوي

ښاغلی اوباما تورن دی چې د منځني ختیځ په تړاو د هغه غیر قاطعانه او سستو سیاستونو، د بشار اسد او جهادي ډلو پیاوړتیا لامل شوه. تر ټولو مهمه دا چې دا ډول سیاستونه ددې لامل شول چې روسیه په سیمه کې خپل رول پراخ کړي او ایران هم په دغو هېوادونو کې ډېر نفوذ ومومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې پوښتنې را ځواب نه دی موندلی چې امریکا به په کوم روش افغانستان کې دغې لوبې ته ورګډ شي؟

طالبانو سره خبرې؟

په دې وروستیو کې له داعش سره د مبارزې په چوکاټ کې د روسیې او طالبانو د مذاکرې خبرې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې خبرې طاهرا بن بست ته رسېدلي دي.

میاشتې کېږي چې امریکا په دغه ډول هڅو کې رول نه دی لرلی، په ځانګړې ډول د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان د څلور اړخیزو ناستو تر بې پایلې پاتې کېدو وروسته. په واقعیت کې، روسیې ته ددې موقع برابره کړه چې له لا ډېرو فعالیتونو سره د افغانستان سیاسي لوبې ته ننوزي.

ظاهرا واشنګټن له خپل دې ډول قاطعانه ګام سره ښایي روسیې ته هم پیغام ورکړي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پر پیسو او د امریکایي سرتېرو پر وینې پانګونې سره تر دومره کلونو وروسته، چمتو نه ده چې په دومره سادګۍ صحنه مسکو ته پرېږدي او د روسانو د انګېرنې خلاف، امریکا په افغانستان او سیمه کې له داعش سره په مبارزه کې جدي ده.

په بل عبارت، افغانستان او سیمه کې د واشنګټن او مسکو جیوپولیټیکه لوبه ښایي شدیده شي. خو دې پوښتنې را ځواب نه دی موندلی چې امریکا به په کوم روش افغانستان کې دغې لوبې ته ورګډ شي؟