دولتي ځواکونو د غزني پر ده یک ولسوالۍ د طالبانو لوی برید 'په شا تمبولی'

افغانستان
Image caption غزني د افغانستان په جنوب کې له ناارامو ولایتونو دی

د افغانستان په جنوبي ولایت غزني کې سیمه ییز چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه (جمعه حمل/وري ۲۵مه) پر ده یک ولسوالۍ د طالبانو لوی برید په شا تمبولی دی.

د غزني امنیه قومندانۍ جنایي مدیر محمد قاهر ناصري وايي، لسګونه طالب اورپکو په دغه ولسوالۍ کې د ملي او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

هغه وویل، په دې برید کې د طالبانو پوځي مسوول قومندان حمزه او د پاکستاني طالبانو اړوند د وزیرستاني قومندان احمد په ګډون ۱۱ طالبان ووژل شول.

ښاغلي ناصري وویل، د طالبانو مړي او د هغوی یوه اندازې وسلې او مهمات د جګړې په ډګر کې پاتې شوې دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټېلفوني پیغام کې بي بي سي ته دا برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په دې جګړه کې درې طالبان وژل شوي او دولتي ځواکونو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.

د ده یک ولسوالي د غزني ښار ختیځ په ۲۰ کیلومترۍ کې پروته ده.

+ کورنيو چارو وزارت: په غزني کې د حقاني ډلې دوه قومندانان وژل شوي

+ غزني کې سړي تښتوونکې اوه کسیزه ډله نیول شوې

اړونده مطالب