هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ ولسي وګړي ووژل

هلمند

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې سیمه ییز چارواکي وایي، د سړک غاړې ماین په چاودنه کې لږ ترلږه ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، تېره شپه (جمعه، حمل/وري ۲۵مه) د ولسي وګړو یو مسافر وړونکی موټر له مرکز لښکرګاه نه د ناوې ولسوالۍ پر لور روان و چې سړک کې پر ښخ شوي ماین وربرابر شو.

ددغو سرچینو په وینا، چاودنه په داسې سیمه کې شوې ده چې د افغانستان امنیتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې د طالبانو اړوند اورپکي ترې وویستل.

سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې طالبانو ددغې سیمې پرېښودو سره پر ځمکه ماینونه ښخ کړي چې امنیتي ځواکونه یې پر پاکولو بوخت دي.

د هغوی په وینا، ډېر ماینونه په سیمه کې ښخ شوي او پاکول یې وخت نیسي.

ناوه د هلمند له امنو ولسوالیو ګڼل کېږي چې تېر کال په اوړي کې یې کنټرول د طالبانو لاسته ولوېد.

د افغانستان امنیتي ځواکونه له دوو اونیو راهیسې ددغې ولسوالۍ د کنټرول ترلاسه کولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي.

طالبانو لا ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.