د اچین بمي برید په تړاو څرګندونو د حکومت یو سلاکار له دندې ګوښه کړ

داوود اساس د انځور حقوق Dawood Asas FB

د افغانستان د حکومت اجراییه ریاست ویلي، ددې ادارې سلاکار محمد داوود اساس د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په تړاو د "نامسووله څرګندونو" له امله له دندې ګوښه شوی دی.

د اجراییه ریاست خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی اساس د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په امر له دندې لرې کړای شوی دی.

"داوود اساس له رسنیو سره د حکومت او داعش په اړه نامسووله خبرې کړې وې. حکومت له هر ډول تفکیک پرته له ټولو ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې جدي اقدامات کوي."

نوموړي پرون له یوه سیمه ییز ټلویزیون سره په خبرو کې، اچین ولسوالۍ کې د اسلام دولت (داعش) ډلې د اورپکو پر پټنځایونو د امریکايي ځواکونو لخوا د تر ټولو ستر بم غورځولو په تړاو د حکومت د دریځ پر خلاف څرګندونې کړې وې.

ښاغلي اساس په خپلو خبرو کې ددغه بم کارول غندلي و او هغه یې د افغانستان پر خاورې "تېری" بللی و.

دده په وینا، که د "ټولو بمونو مور" له داعش اورپکو سره د مبارزې په هدف غورځول شوي وي، نو هلته بهرنیو او د افغانستان امنیتي ځواکونو کولی شول ځمکني عملیات وکړي.

"رییس جمهور خپل ملت ته ویلي و چې زه به داعش له جلال اباد نه ورکوم، بیا نو د بمونو د مور غورځول دا یو ناجایزه کار و او زه د افغانستان له حکومت نه چې نن یې کومه اعلامیه ورکړه، پر دې به تاریخ قضاوت کوي چې د بمونو مور ته زه د افغانستان پر پاکه خاوره هرکلی وایم."

د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو دغه لوی بم د تېرې پنجشنبې په ورځ (حمل/وري ۲۴مه) په ځایي وخت ۷:۳۰ بجې (ځايي وخت) وغورځول شو چې د افغانستان د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې د داعش د څلورو قومندانانو په ګډون ۹۴ اورپکي پکې ووژل شول.

ځایي چارواکو او خلکو ویلي چې په دغه برید کې ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، دا هوایي برید له دولت سره په همغږۍ شوی او پر کومې سیمې چې دغه بم غورځول شوی پر ځمکه ماینونه ښخ شوي و او د ځمکنیو عملیاتو امکان نه و.

+ "دا ځل ولې تر ټولو ستر بم کارولو ته اړتيا پيدا شوه؟"

دامریکا دفاع وزارت په وینا داعش جنګیالي هلته په اوږدو سمڅو او تر ځمکې لاندې استحکاماتو کې پټ شوي و چې د لمنځه وړلو لپاره یې دا برید اړین و.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان پرون د افغانستان دفاع وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ددغه برید پلوي وکړه.د امریکا دفاع وزارت هم وویل، ددغه لوی بم کارول د "هغو امریکایي او افغان ځواکونو د مرګژوبلې خطر کمولو" لپاره و چې سیمه کې پر چاڼیزو عملیاتو بوخت و.

+ نیکولسن: له افغان حکومت سره په همغږۍ بم غورځول شوی