خلیلزاد: د کرزي څرګندونې د سولې او افغانستان په ګټه نه دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکا پرونی برید د هیواد پر ملي واکمنۍ برید وباله.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار ولايت پر اچين ولسوالۍ د امريکا له لوري لوی بم غورځول د افغانانو سپکاوی وباله او وايي پرېکړه يې کړې چې امريکا به له افغانستان وباسي.

نوموړي وويل امریکا دا خاوره دومره "بې ارزښته او بې څښتنه وګڼله چې د داعش په پلمه تر ټولو زورور بم يې زموږ پر خاوره استعمالوي".

بله خوا افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخواني سفیر زلمي خلیل زاد د حامد کرزي دغه څرګندونې د افغانستان په تاوان بللې دي.

ښاغلي خلیل زاد په خپل ټوېتر کې لیکلي "کرزی یو ملګری دی خو دغه نيوکه يې له اندازې زياته ده او د سولې پرمختګ او افغانستان په ګټه نه ده".

افغانستان کې د "ټولو بمونو مور" کارول څه پیغام لري؟

پر چاپېریال د 'بمونو د مور' اغېزې

'اچین کې غورځول شوي زورور بم لږترلږه ۹۰ اورپکي وژلي'

پخواني ولسمشر چې د ډيورنډ کرښې په اړه کنفرانس ته خبرې کولې وويل، تېره ورځ يې پرېکړه وکړه او په دې فکر کې شو چې پر افغانستان د امریکا "تېري او ظلم" ته د پای ټکی کېږدي او دغه هېواد به "ازاد" کړي.

د تېرې پنجشنبې په ماښام امریکا یو ستر بم چې د "ټولو بمونو د مور" په نامه یادېږي د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ وغورځاوه.

افغان چارواکي وايي دغه برید کې د داعش "۹۰ تنه" غړي وژل شوي دي.

د انځور حقوق DVIDSHUB.NET
Image caption د تېرې پنجشنبې په ماښام امریکا یو ستر بم چې د "ټولو بمونو د مور" په نامه یادېږي د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ وغورځاوه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، دا هوایي برید له دولت سره په همغږۍ شوی او پر کومې سیمې چې دغه بم غورځول شوی پر ځمکه ماینونه خښ شوي وو او د ځمکنیو عملیاتو امکان نه و.

ښاغلي کرزي د امريکا دغه بريد "اتوم" ته ورته بم وباله او له امریکايي چارواکو يې وپوښتل چې ولې يې "داعش دوه کاله پرېښود چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې راشي؟ "

ښاغلی کرزی په امریکا تور پورې کړ چې په دغه بمي بريد کې يې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې نوی جوړ شوی بم يې ازمويلی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي افغان حکومت په "ملي خيانت" تورن کړ او ويې ويل،"که زموږ حکومت ورسر منلې ده، غلط کار يې کړی، تېره ورځ زموږ حکومت ملي خيانت کړی او پوښتنه به ترې کوو چې څنګه يې امريکا ته اجازه ورکړه، چې د اتوم بم په قوت زموږ پر خاوره بم وغورځوي."

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي کرزي څرګندونو ته ښکاره غبرګون نه دی ښودلی خو د ټوېټر په یوه پیغام کې یې ویلي "هر یو افغان د خپل نظر څرګندولو حق لري. دا د بیان د ازادۍ یو هېواد دی"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی کرزی په امریکا تور پورې کړ چې په دغه بمي بريد کې يې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې نوی جوړ شوی بم يې ازمويلی دی.

له دغه بمي برید وروسته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان د افغانستان دفاع وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې د دغه برید ننګه وکړه. جنرال جان نېکولسن وویل د یوه سم هدف په نښه کولو لپاره يې سمه وسله کارولې.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په افغانستان کې ځینو وتلو سیاستوالو او د اچین اوسېدونکو د دغه بم برید پلوي کړې.

ورته مطالب